د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د فرانسې معارف وزیر د یوه ښوونکي وژل کېدل د بیان پر ازادۍ برید بللی


د فرانسې بیرغ
د فرانسې بیرغ

د فرانسې د معارف وزیر دغلته د یوه ښوونکي وژل کېدل د ډیموکراسۍ پر یوه اصل یا د بیان پر ازادۍ برید بللی دی.

د فرانسې د پوهنې وزیر د پلازمېنې پاریس په یوه څنډه کې د ښوونکي پر وژلو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هغه د دې لپاره ووژل شو چې د ډیموکراسۍ د یوه اصل یعنې بیان ازادي زده‌کړه‌یې ورکوله.

ژان مېشل بلانکور پرون شنبه په پاریس کې د یوې ټلوېزیوني وینا پر مهال وویل: "فرانسه د خپلو رغوونکو ارکانو او هغو کسانو پر مټ پیاوړې شوې چې خدمت ورته کوي، هېڅکله، هېڅکله او هېڅکله به د وېرې او وحشت له کبله له دې په شا نه‌شو."

د سامویل پاتي په نوم ۴۷ کلن ښوونکی د جمعې په ورځ د پاریس په یوه څنډه کې د یوه بریدګر له‌خوا په چړې ووژل شو.

چارواکي وایي، د تاریخ او جغرافیې دغه ښوونکي خپلو زده‌کوونکو ته هغه کاریکاتور ښودلی و چې د اسلام پیغمر ته منسوب و.

د دغه ښوونکي له وژلو لږ وروسته د فرانسې پولیسو هغه کس په ډزو وواژه چې چاړه ورسره وه.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم ویلي چې دغه پېښه به‌یې پر ملي یووالي اغېز ونه‌کړي او ده له خپلو خلکو وغوښتل چې د تفرقه اچوونکو پر وړاندې یو موټی شي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

مکرون دغه پېښه د اسلام پلوه ترهګریزو کسانو کار بللی دی.

د فرانسې د پولیسو چارواکو ویلي، بریدکوونکی یو ۱۸ کلن چچنیایی دی چې مسکو کې زېږېدلی دی.

پولیسو خبریالانو ته ویلي چې د پېښې په تړاو یې ۹ تنه نیولي چې د برید کوونکي نیکه، انۍ او ۱۷ کلن ورور یې په‌کې شامل دي.

فرانسه کې د ترهګرۍ ضد یوه څارنوال ویلي، بریدکوونکي پر ټویټر د دغه ښوونکي د بدن انځور د دې لپاره خپور کړی چې وښيي، برید ده ترسره کړی دی.

ځیني اسلامي مشرانو او پېژندل شویو څېرو دغه وژنه غندلې ده او د دیني ازادیو خلاف کار یې بللی دی.

فرانسه کې چې ډېر مسلمانان ژوند کوي، له دې وړاندې هم داسې پېښې رامنځته شوې دي.

XS
SM
MD
LG