د هند د کرکټ غوره لیګ په سیالیو کې به نن رایلز چلېنجر بنګلور له کېنګز اېلېون پنجاب سره مسابقه وکړي.
پرون ډېلي کپیټل، راجستان رایلز ته د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د هند د کرکټ غوره لیګ د ټولې نړۍ تر ګردو ګران بیه لیګ دی.
په دې لیګ کې سږ کال د افغانستان درې لوبغاړي لوبېږي. راشد خان او محمد نبي د سن رایزرس حیدراباد لپاره او مجیبالرحمان د کېنګز اېلېون پنجاب لپاره.