د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د افغانستان فوټبال غوره لیګ دوه پایلوبې سبا کېږي


ارشیف، د افغانستان فوټبال غوره لیګ
ارشیف، د افغانستان فوټبال غوره لیګ

ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو دوه پایلوبې وشي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل چې د نارینه‌وو پایلوبه د مازدیګر په شپږ بجو ده او د ښځینه‌وو د سهار له‌خوا.

هغه زیاته کړه: "شاهین اسمایي او سیمرغ البرز پایلوبه کوي، همداراز د نجونو ټیمونو نیمه پایلوبه پای ته ورسېده، د هرات منتخب ټیم او د کابل کلب ټیم به د جمعې په ورځ ۱۰ بجې سیالۍ وکړي."

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم دور سیالۍ د تلې له دوهمې نېټې پيل شوې وې او د ښځینه فوټبال لیګ سیالۍ بیا یوه اوونۍ وروسته تر دې شروع شوې.

XS
SM
MD
LG