د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لړم ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۲۵

سټارز انډ سټرايپس هلمند کې پر طالبانو د امریکايي ځواکونو هوايي حملې ته کتنه کړې


بهرنۍ ورځپاڼې
  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس لیکي، په هلمند کې د طالبانو تر حملو وروسته امریکایي ځواکونو پر طالبانو د هوا له لارې بریدونه کړي دي.

ورځپاڼه لیکي، امریکایي الوتکو د دې سربېره پر طالبانو بریدونه کړي چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه امریکا له طالبانو سره د سولې تړون وکړ، خو د تړون له مخې امریکایانو ویلي دي، که چېرته پر افغان عسکرو برید کېږي دوی به‌یې دفاع کوي.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند ساني لګېت په وینا لیکي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پر طالبانو غږ کړی دی چې سمدستي په هلمند کې خپلې حملې ودروي او د افغانستان په نورو سیمو کې هم شخړې راکمې کړي.

ورځپاڼه بیا لیکي، په افغانستان کې د جګړو د شدت سربېره امریکا له طالبانو سره پر خپله اساسي ژمنه عمل کوي او تر راتلونکې مې میاشت پورې به خپل ټول پوځیان له دغه هېواده وباسي.

خو ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ د پوځي چارواکو پر پروګرام سترګې پټې کړې او په ټویټ کې یې ولیکل چې "موږ باید خپل لږ شمېر پاتې زړور نارینه او ښځینه سرتېرې تر کرسمس پورې خپلو کورونو ته راستانه کړو."

سټارز انډ سټرایپس لیکي، د ولسمشر ټرمپ دغو څرګندونو د امریکا د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت چارواکي اندېښمن کړل چې له افغانستانه د ځواکونو وار له مخه ایستل به د طالبانو او افغان دولت د سولې موافقه اغېزمنه کړي.

  • سټار

یوې بلې ورځپاڼې، سټار بیا د هلمند د جګړو یوې پخوانۍ پېښې ته اشاره کړې ده او لیکي چې په ۲۰۰۸ کال کې پر بریتانیاوي سرتېري بین مکبین په هلمند کې د ماین چاودنه وشوه او دا سرتېری وایي، کله چې مې تر دې پېښې وروسته په ۲۰۰۹ کال کې د اوږدې ځغاستې (ماراتون) په لوبه کې په لندن کې برخه واخیسته زموږ د سیمې ښاروالۍ زما د معلولیت د موټر پارک کولو اجازه‌لیک لغوه کړ.

ورځپاڼه لیکي، دې پخواني سرتېري په داسې حال کې منډه وهله چې یوه پښه‌یې مصنوعي وه او یو لاس‌یې هم نه‌و.

دی ۳۳ کلن دی، ده په ټویټر کې لیکلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې یې څلور ځله د معلولینو د موټر د پارکېنګ غوښتنه کړې ده، خو هر ځل د پلیمونت ښاروالۍ د ده غوښتنه رد کړې ده.

د ښاروالۍ چارواکي وایي چې تېر ځل دوی له مکبین څخه د اسنادو غوښتنه کړې وه، خو ده دا اسناد نه‌دي ورسپارلي، د همدې لپاره‌یې بیا د معلولینو د موټر د پارکېنګ اجازه‌لیک ورنه‌کړ.

ورځپاڼه لیکي چې د سیمې وکیل اوس له ده سره ژمنه کړې ده چې دا ستونزه به‌یې حل کړي.

XS
SM
MD
LG