د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

نن چینای سوپر کېنګز او بنګلور لوبډلې سره سیالي کوي


د هند غوره لیګ سیالیو یو انځور
د هند غوره لیګ سیالیو یو انځور

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ یا (ای ‌پي‌ اېل) سیالیو په لړ کې نن ماښام شپږ نېمې بجې چینای سوپر کېنګز له بنګلور لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته لاړې شي.

تېره ورځ بیا ډیلي کپيټلز او راجستان رایلز ترمنځ لوبه وشوه چې ډیلي کپیټلز د ۸ لوبغاړو په زیان راجستان رایلز ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

خو ډیلي کپیټلز ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه لوبه ۴۶ منډو په توپیر ډیلي کپیټلز وګټله.

په ترسره شویو لوبو کې ډهلي لومړی، ممبيي اینډينز دویم او حیدراباد دریم مقام لري.

XS
SM
MD
LG