د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د ښځینه فوټبال سیالیو لړ کې د غور لوبډله نیمه پایلوبې ته ووته


د افغانستان د ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو یو انځور
د افغانستان د ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالیو یو انځور

د افغانستان د ښځینه فوټبال غوره لیګ په روانو سیالیو کې د غور فوټبال لوبډله نیمه پایلوبې ته ووته.

د غور د ورزشي ادارې امر امیر محمد غوري ازادي راډيو ته وویل، چې د غور ښځینه فوټبال لوبډله نن شنبه اکتوبر۱۰د بلخ ښځينه فوټبال لوبډلې ته د ماتې په ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووته.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ د ګروپي سیالیو په دوام نن سهار بلخ او غور لوبډلې سره مخامخ شوې، چې یو پر صفر د غور لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

غور ته یوازینی ګول ریحانې ایوبي د لوبې په وروستیو شېبو کې ووهه او په دې سره یې خپله لوبډله یې څلورو غوره لوبډلو ته ورسوله.

د ښځو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټیډیوم کې ترسره کېږي او د اکتوبر په ۱۵مه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG