د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لړم ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۵۰

'نجونې د چارو واګې اخلي'؛ د فنلند صدراعظمې خپله څوکۍ یوې ځوانې نجلۍ ته وسپارله


د فنلند صدراعظمه ثنا مرین

د نجلۍ د نړیوالې ورځې د درنښت په خاطر د فنلند صدراعظمې ثنا مارین د یوې ورځې لپاره خپله څوکۍ یوې ځوانې نجلۍ اوا مورتو ته وسپارله.

مارین د جنسیتي برابروالي په اړه د معلوماتو د زیاتولو په هدف دا کار وکړ.

د نجلۍ نړیواله ورځ یا د نجلۍ ورځ همدا یکشنبه لمانځل کېږي او هدف‌یې په بېلابېلو برخو کې د نجونو په تړاو د پوهاوي زیاتوالی دی.

۱۶ کلنه اوا مورتو د واکسي په نوم د فنلند د جَنوب له یوه واړه کلي صدارت ماڼۍ ته ور وبلل شوه.

اسوشیټډ پرس لیکلي اوا ته د فنلند صدراعظمې ثنا مرین د یوې ورځې لپاره د صدراعظمۍ چارې وسپارلې څو د برابروالي په تړاو د عامه پوهاوي د لوړولو په کمپاین کې برخه واخلي.

نجونو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د «Girls Takeover» یا "نجونې د چارو واګې اخلي" په نوم یو کمپاین چلولی دی.

د نجلۍ د نړیوالې ورځې سږنی اصلي شعار هم په جنسي برابروالي یا مساواتو باندې د ټکنالوژۍ اغېز یاد شوی.

د فنلند د یوې ورځې وړې صدراعظمې اوا مورتو د کابینې په غونډه کې او تر هغه وروسته خبریالانو ته وویل چې ټکنالوژۍ ته د انجونو لاسرسی د نړیوالو مساواتو په برخه کې د پام وړ موضوع ده چې باید کلکه پاملرنه ورته وشي.

دې زیاته کړه: "زه وایم چې نجونې باید په دې وتوانېږي چې نوره هم ټکنالوژي پراخه کړي او دا ښه درک کړي چې دوی څومره مهمې دي او دوی په ټکنالوژۍ کې هغومره ښې دي لکه څنګه چې هلکان دي."

اوا مورتو زیاته کړې په انلاین بڼه د نجونو ځورونه یوه مهمه نړیواله موضوع ده چې هواري ته‌یې باید ټول هڅې وکړي.

اوا ته د یوې ورځې لپاره چهارشنبه د صدارت چارې د نجلۍ د نړیوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې وسپارل شوې.

د نجلۍ نړیواله ورځ یکشنبه د اکټوبر په ۱۱مه لمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو د دې ورځې د نومولو هدف دا یاد کړی چې په نړیواله کچه د نجونو د تعلیم، روغتیا او حقونو په تړاو عامه پوهاوی لوړ شي او هم د ماشومو نجونو د جبري ودولو مخه ونیول شي.

کله چې د فنلند د صدارت ماڼۍ مخته له اوا مورتو خبریالانو وپوښتل چې ایا غواړي په رښتیا هم صدراعظمه شي ویې‌ویل چې هو غواړي صدراعظمه شي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر چارواکي د نجلۍ د نړیوالې ورځې د درنښت لپاره یوه ورځ خپله څوکۍ یوې وړې نجلۍ ته سپاري.

سږ کال کینیا، پېرو، سوډان او ویتنام ویلي چې څو وزارتونه به د یوې ورځې لپاره وړو نجونو ته وسپاري. د نړۍ په کچه ځینو لویو ټکنالوژي کمپنیو له هغې ډلې مایکروسافټ، سامسونګ، فېس‌بوک او ټویټر هم یکشنبه د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپلې مهمې څوکۍ نجونو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG