د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

امریکا د ایران پر ۱۸ نورو بانکونو بندیزونه ولګول


د امریکا بیرغ
د امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالاتو پرون (پنجشنبه) د ایران ۱۸ نور بانکونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړل.

د امریکا د خزانې (مالیې) وزارت د وېب‌پاڼې پر اساس، ۱۸ ایراني بانکونه چې تر اوسه د امریکا له ځینو محدودیتونو معاف ول، په تور لېست کې شامل شول.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچېن وویل، ننني بندیزونه د امریکا ډالرو ته د ایران د غیر قانوني لاسرسي د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو ژمنه ښيي.

ده زیاته کړه، تر څو چې ایران د ترورېستي فعالیتونو له ملاتړه لاس نه‌وي اخیستی او اټمي پروګرام‌یې درولی نه‌وي، د ایران پر ضد د بندیزونو لړۍ به دوام لري.

امریکا تر دې وړاندې د ایران پر ملت، سپه، صادرات او یو شمېر نورو بانکونو بندیزونه لګولي وو.

د امریکا د خرانې وزير سټیفن منوچېن
د امریکا د خرانې وزير سټیفن منوچېن

د امریکا د خزانې وزیر په وینا، له بندیزونو سره سره امریکا اجازه ورکوي چې ایران هغه وسایل واخیستلی شي چې بشري اړخ لري.

مخکې بلومبرګ خبري اژانس له بهر سره د ایران د اقتصادي اړیکو د پرې کولو په باب د ولسمشر ټرمپ د یوې طرحې یادونه کړې وه، خو روېټرز خبري اژانس پرون وویل چې دا تازه اقدام عملاً د نړۍ د مالي برخو دروازې پر ایران بندوي.

د امریکا حکومت تېر کال له ایران سره له اټمي موافقې ووت او د دغه هېواد پر ضد یې بندیزونه پیل کړل.

اروپايي چارواکي اندېښنه لري چې که د ایران پر پاتې بانکونو هم بندیزونه ولګول شي، د ایران بهرنۍ شتمنۍ به کنګل شي.

XS
SM
MD
LG