د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۲۴

افغانستان کې د ښځینه فوټبالرانو کلنی غوره لیګ پیلېږي


د ښځینه فوټبالرانو کلنی غوره لیګ چهارشنبه د تلې په ۱۶مه په کابل کې پیلېږي.

افغانستان کې د ښځینه فوټبالرانو کلنی غوره لیګ پیلېږي. د فوټبال فدراسیون وایي، دغه لیګ راتلونکې چهارشنبه د تلې یا میزان په ۱۶مه په کابل کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې دوام کوي.

فدراسیون پر خپله رسمي فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې لیګ کې شپږ لوبډلې ګډون لري چې د کابل، هرات، جوزجان، بامیان، غور او بلخ ولایتونو دي.

په کابل کې دا مهال د هلکانو د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو هم روان دی.

د شنبې او یکشنبې په ورځو، یا پرون او نن ته د غوره لیګ سیالۍ نه‌دي پلان شوي، خو سبا دوشنبه د میوند اتلان او سیمرغ البرز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

XS
SM
MD
LG