د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

سټارز انډ سټرايپس: د افغانستان او پاکستان لاسونه په نوم روزنیز پروګرام ختم شو


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې یوه تاریخي موضوع رااخیستې ده. دا خپرونه په خپله تازه ګڼه کې لیکي چې د ۱۸۳۸ کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه د هند لپاره د بریتانیا ګورنر جنرال جورج ایډن پر افغانستان د حملې اعلان وکړ.

خپرونه لیکي چې د دې برید علت په هند کې د بریتانوي امپراتورۍ خوندي کول و چې د افغانستان او له افغانستان نه ورهاخوا د ګواښونو مخه ونیول شي.

بریتانیا غوښتل چې د امیر دوست محمد خان پر ځای چې پر کابل واکمن و شاه شجاع ته واک ولېږدوي. شاه شجاع له ۱۸۰۹ کال نه په کشمیر او پنجاب کې په جلا وطنۍ کې ژوند کاوه.

ډیپلومات لیکي، له (۱۸۳۸-۱۸۴۲) کلونو پورې لومړۍ افغان انګلیس جګړه د افغانستان په اوږده تاریخ کې یوه مهمه پېښه ده.

خپرونه څرګندوي، په ۱۸۳۸ کال کې د بریتانیا مداخله د سکندر له ځواکونو وروسته چې افغانستان ته ننوتلي و، لومړۍ یوه وه او تر دې وروسته په تېرو دوو پېړیو کې څلور ځله بهرني ځواکونه افغانستان ته داخل شول، په ۱۸۷۸ کال دوهم ځل بریتانیا ونیو، په ۱۹۷۹ کې شوروي ځواکونه دغه هېواد ته ننوتل او په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه افغانستان ته ولاړل.

ډیپلومات لیکي په دغو مداخلو کې څلور ټکي سره ورته دي، هر ځواک ډېر ژر له پوځي پلوه بریالی شوی دی، بیا د بریا یو په ټپه ولاړ حالت رامنځته شوی دی، درېیم مشترک ټکی دا دی چې هر یوه هڅه کړې ده چې بېرته ووځي او څلورم ټکی یې دا دی چې د افغانستان اقتصادي مسؤلیت هر یوه ته ورله غاړې شوی دی.

  • سټارز انډ سټرایپس

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې ستارز انډ سټرایپس په افغانستان کې د افغانستان او پاکستان لاسونه په نوم د یوه روزنیز پروګرام د ختمېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د دې خپرونې په باور، هغه روزنیز پروګرام چې امریکایي ځواکونو ته‌یې ژبه ورزده کوله او سلامشورې یې ورکولې، همداراز په منځنۍ اسیا کې یې په فرهنګي چارو کې خلک روزل، د چهارشنبې په ورځ ودرول شو.

د امریکا د لوی درستیز ویاند ریچارد اوسیال سټارز انډ سټرایپس ته وویل، د افغانستان، پاکستان لاسونه پروګرام د پښتو، دري او اردو ژبو د زده‌کړو لپاره و چې ۱۰ کاله‌یې دوام وکړ او د چهارشنبې په ورځ‌یې چارې ودرېدې.

اوسیال روانه اوونۍ په یوه اېمېل کې څرګنده کړه چې د افغانستان-پاکستان لاسونه پروګرام وروستي غړي له دې دوو هېوادونو ووتل.

د دې پروګرام د درېدو پرېکړه تېر کال د امریکا د پخواني لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ په وخت شوې وه.

په دې پروګرام کې شاوخوا څلور زره سرتېرو ته د څلورو کلونو په مخه د مشورې ورکولو چارې ترسره شوې.

ستارز انډ سټرایپس د روزنې په دې موده کې د دوو امریکایي سرتېرو وژلو ته هم اشاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG