د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۴۳

عراق کې ایران پلوه ملېشو ته د واشنګټن خبرداری


عراق کې ایران پلوه ملېشې

په داسې حال کې چې د عراق حکومت له خپلې خاورې د امریکا د وتلو د احتمال په اړه اندېښنه ښکاره کړه، واشنګټن خبرداری ورکړ چې د ایران پلوه ملېشو له لوري د امریکا پر ګټو حملې به ونه‌زغمي.

د نږدې ختیځ د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ شینکر پرون (پنجشنبه) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، خپلو خلکو ته چې له هېواده دباندې خدمت کوي، ګواښ نه‌شي زغملی.

ښاغلي شینکر د امریکا د متحده ایالاتو د دې خبرداري په اړه څه ونه‌ویل چې خپل پوځیان به له عراقه وباسي او په بغداد کې به خپل سفارت بند کړي، مګر دا چې پر هغو بریدونه ودرول شي.

ده زیاته کړه، له خپلو عراقي شریکانو سره کار کوي او د خپلو پوځیانو او تأسیساتو د خوندیتوب لپاره له عراقي شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې که د عراق حکومت پر امریکايي ځواکونو د حملو مخه ونه‌نیسي، ټول امریکايي پوځیان به له دې هېواده وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د تېر سپټمبر په ۲۸مه بغداد ته نږدې په یوه راکټي حمله کې چې امریکايي پوځیان‌یې په نښه کړي وو، ۷ ملکیان ووژل شول. دا د اګسټ له لومړیو څخه د امریکا پر ګټو څلوېښتم برید و.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین وايي، د امریکايي پوځیانو وتل سبب کېږي چې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د نورو غړو ځواکونه هم ووځي چې دا به خطرناکه وي، ځکه چې د اسلامي دولت ګواښونه یوازې عراق ته نه، بلکې ټولې سیمې ته دي.

د ایران د کردستان ډیموکرات ګوند یوه قوماندان وویل، د سپټمبر په ۳۰مه د عراق د کردستان د کورواکې سیمې پر هغې اډې ګڼ راکټونه ولګېدل چې د ایران د کردستان ډیموکرات ګوند ورڅخه کار اخلي.

د عراق د کردستان ترورېستي ضد ادارې د دغو بریدونو پړه د عراق د هغې ملېشه ډلې په غاړه واچوله چې د ایران له لوري یې ملاتړ کېږي.

شینکر وايي، په عراق کې یوازنۍ لویه ستونزه د ایران له ملاتړه برخه‌منې ملېشې دي چې هلته ثبات ګواښي او پر امریکا بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG