د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ډېلي مېل: عبدالله له پاکستان سره د اړیکو د یوه نوي باب د پرانیستلو په لټه کې دی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ډېلي مېل

یو شمېر لوېديځ ورځپاڼو له هغې ډلې ډېلي مېل پاکستان ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله د سفر په اړه مقالې خپرې کړي.

د ډېلي مېل له‌خوا په خپره شوې مقاله کې راغلي چې عبدالله عبدالله له پاکستان سره د اړیکو د یوه نوي باب د پرانیستلو په لټه کې دی.

په مقاله کې د عبدالله عبدالله د هغو خبرو یوې برخې ته اشاره شوې چې په اسلام‌اباد کې یې د ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټټیوټ کې کړي.

هغه ویلي په دې سخت باور لري چې له څو کړکېچنو کلونو وروسته اوس د دې وخت دی چې دواړه هېوادونه له شک کولو او د توطئو له تیوریو ورهاخوا تېر شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په حواله زیاته شوې چې د پخوا په څېر مخته نه‌شو تللی زموږ خلک نوې تګلارې غواړي او اوس تر بل هر وخت د دې اړتیا زیاته محسوسېږي چې دې سیمې ته د یوې سیمې په سترګه وکتل شي.

دا پاکستان ته په تېرو ۱۲ کلونو کې د عبدالله عبدالله لومړنی سفر بلل کېږي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي په دې تمه دی چې د سیمې هېوادونه په خاصه توګه پاکستان د افغانستان د سولې پروسې د کامیابۍ لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې په پنجشېر باندې یوه مقاله لیکلې او دا چې هلته خلک له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو څه فکر لري.

په مقاله کې راغلي پنجشېر د پخواني شوروي اتحاد او تر هغه راوروسته د طالبانو په وړاندې د مقاومت له وروستیو سیمو ګڼل کېږي.

د مقالې لیکوال زیاته کړې خلک په دې سیمه کې ښه ګڼي چې په خپله خوښه مخته ولاړ شي تر دې چې له طالبانو سره په خبرو د بوخت حکومت ملاتړ وکړي.

د سپټمبر په ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ خبرې پیل شوي.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي په پنجشېر کې چې ګڼ شمېر اوسېدونکي یې د دغو خبرو پیل غصه کړي، دا اندېښنه راپورته شوې چې دا ولایت او ځينې نورې سیمې به وسله پورته کړي او د خودمختارۍ هڅه به وکړي.

د مقالې له مخې ځینې کړۍ په ښکاره د شمالي ټلوالې د بیا رامنځته کېدو غوښتنه کړې هغه ډله چې په ۲۰۰۱ کال کې له امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د رژیم په پرځولو کې مرسته وکړه.

د نیویارک ټایمز په دې اوږده مقاله کې ګڼ نور مسایل هم ذکر شوي او ورسره یو نیم عکسونه هم خپاره شوي.

له هغې ډلې نیویارک ټایمز په یوه لوی بېلبورډ کې د احمد شاه مسعود عکس او نقل قول ته اشاره کړې چې ویلي یې دي "تړاو ذلت دی."

نیویارک ټایمز وړاندې د پنجشېر د ځینو چارواکو او مخورو خلکو خبرې هم خپرې کړي.

د پنجشېر د والي د مرستیال محمد امین صدیقي په حواله لیکل شوي چې "پنجشېریان نور ځانونه په حکومت کې نه‌ګوري." د هغه په حواله زیاته شوې چې د دې سیمې خلک د یوه ښه افغانستان په هیله وجنګېدل، خو اوس شاته ناست دي او ګوري چې تاریخ بیا تکرارېږي.

XS
SM
MD
LG