د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د 'ای پي ایل' سیالیو په لړ کې نن ډیلي او حیدراباد سره لوبه کوي


په سنرایزرز حیدراباد ټیم کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم شامل دي. 
په سنرایزرز حیدراباد ټیم کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم شامل دي. 

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا 'ای پي ایل' سیالیو په لړ کې نن د ډیلي کاپیټلز او سنرایزرز حیدراباد ټیمونه په خپلو کې سیالي لري.

دواړه ټیمونه به د کابل پر وخت د ماښام شپږنیمې بجې د ابوظبۍ د کرکټ په میدان کې سره مخامخ شي.

په سنرایزرز حیدراباد ټیم کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم شامل دي.

په پرونۍ مسابقه کې چې د رویال چلنجرز بنګلور او ممبۍ انډینز ترمنځ وه، مسابقه چې په شلو اوورونو کې مساوي شوه سوپر اوور ته ووتله، خو وروسته په اضافي اوور کې رویال چلنجرز ټیم وتوانېد سیالي وګټي.

XS
SM
MD
LG