د «قمر» په نوم یو خیریه بنسټ غواړي په افغانستان کې د بې سرپناه ماشومانو لپاره څو مرکزونه جوړ کړي.
دغه بنسټ په لسګونو ماشومانو ته د مالي مرستې او زده کړو زمینه برابره کړې ده.
په جرمني کې مېشت د دغه بنسټ یو مشر وايي، دوی دا مهال هڅه کوي ۴۰ محصلانو ته په مالیزیا کې د لوړو زده کړو سکالرشیپونه واخلي.
صالح محمد صالح د بنسټ له مشر رحمت الله نوروز څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې څو کسان په دغه حرکت کې ورسره ملګري شوي دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: