د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۵

نیویارک ټایمز: ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې یوازې ۷۵۰ ډالره مالیه ورکړې


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶میلادي کال کې یوازې ۷۵۰ ډالره مالیه ورکړې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په یوه تحقیقاتي راپور کې وویل، ۲۰۱۶ میلادي هغه کال و، چې ده د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

خو ولسمشر ټرمپ دا جعلي خبر بللی دی.

د ورځپاڼې د تحقیقاتي راپور په حواله، ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم همدومره مالیه ورکړې، خو د تېرو ۱۵ کلونو پر مهال په لسو کلونو کې یې فډرال حکومت ته مالیه نه ده ورکړې.

د نیویارک ټایمز د تحقیقاتي راپور تر خپرېدو وروسته ولسمشر ټرمپ په یوه کنفرانس کې شوې ادعاوې رد کړې.

هغه زیاته کړه: "دا کاملاً جعلي او جوړ شوی خبر دی، څلور کاله مخکې هم له دغو راپورونو سره مخامخ شوي وو او تاسو کولای شوای هغه وخت له ما دا پوښتنه وکړئ، دا کاملاً جعلي خبر دی، په واقعیت کې ما مالیه ورکړې ده."

خو ولسمشر ټرمپ ونه ویل، چې څومره مالیه یې ورکړې، د دې پر ځای یې پخوانی استدلال تکرار کړ، چې په دې اړه معلومات نه شي خپرولای، ځکه د ده مالياتي اظهارلیک د امریکا د مالیاتي ادارې تر پلټنې لاندې دی.

که څه هم ولسمشر ټرمپ وویل، د امریکا مالیاتي اداره ښه اجراآت نه کوي، خو بیا یې هم هیله وښوده، چې د مالیاتو په اړه معلومات تر پلټنو وروسته خپاره کړي.

د ټرمپ د بنسټ یوه مدافع وکیل الن ګارټن نیویارک ورځپاڼې ته ویلي، که د معلوماتو ټولې برخې نه وي، خو ډېرې برخې یې دقیقې نه دي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، ولسمشر فډرال حکومت ته په لسګونو ملیونه ډالره شخصاً مالیه ورکړې، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال د خپلې کاندیداتورۍ تر اعلان وروسته د ملیونونو ډالرو په اندازه مالیه هم په کې راځي.

د فوربس مجلې د اټکل له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خالصې شتمنۍ اندازه ۲ میلیارد او ۵۰۰ ملیونو ډالرو ته رسېږي.

ډونالډ ټرمپ د معاصر عصر یواځنی ولسمشر دی، چې د خپلې مالیې په اړه معلومات په عامه نه خپروي، ده له محکمې سره هم ډغرې وهلي او هغو کسانو ته یې ګوت-څنډنه کړې، چې هڅه کوي د ده د مالیې په اړه معلومات ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG