د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

مېل انلاین له افغانستانه د هندوانو او سېکهانو د وتلو ستونزه څېړلې


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • مېل انلاین

بریتانوۍ انټرنټي خپرونې مېل انلاین له افغانستانه د هندوانو او سېکهانو د وتلو ستونزه څېړلې ده چې شمېر یې خورا کم شوی دی.

خپرونې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په حواله، لیکلي په داعش پورې د تړلو وسله‌والو د ګواښ او ناامنیو له کبله دغه اقلیت مجبوره شوی له افغانستانه لاړ شي او شمېر یې له ۲۵۰،۰۰۰ څخه ۷۰۰ ته راکم شي.

خو په ولسي جرګه کې د هندوانو او سېکهانو استازي نرېندر سېنګهـ خالصه د وږې پر ۱۶مه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، اوس یوازې ۲۰۰ افغان سېکهان او هندوان په افغانستان کې پاتې دي.

د مېل انلاین د لیکنې په حواله، په افغانستان کې د دغه مظلوم اقلیت شمېر که څه هم د تبعیضونو له کبله کم شوی، خو د دې اقلیت غړي وايي که حکومت دوی د داعش ډلې له حملو خوندي نه‌کړي، د دوی پاتې کسان به هم ډله‌ییز مهاجرت ته اړ شي.

په مارچ میاشت کې په کابل کې د افغان سېکهانو او هندوانو پر یوه عبادت‌ځای د داعش وسله‌والې ډلې له‌خوا په برید کې ۲۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

د مېل انلاین په لیکنه کې د داعش وسله‌والو د ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشتې حملې ته هم اشاره شوې چې په جلال‌اباد کې یې په نتیجه کې ۱۹ کسان ووژل شو چې ډېر یې سېکهان وو او یو په‌کې د ولسي جرګې کاندید اوتار سېنګهـ خالصه و.

په لیکنه کې د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي خبرې هم رااخیستل شوي چې تېره میاشت‌یې ویلي وو، افغانستان ته د سولې له راتګ سره به دغه هندوان او سېکهان چې تر ډېره هندوستان ته په کډې کولو مجبوره شوي، راستانه شي.

ټایمز اف انډیا

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا د پاکستان د صدراعظم عمران خان پر هغه لیکنه تبصره کړې چې د شنبې په ورځ په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

عمران خان لیکلي وو، له افغانستانه ناببره د نړیوالو ځواکونو وتل به نا معقول کار وي او باید له سیمه‌ییزو ورانکارو هم پر خوندیتوب غور وشي چې د افغانستان ثبات سره همکاري نه‌کوي، بلکې یوازې د خپلو سیاسي ګټو په لټه کې دي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه په خپل تحلیل کې لیکي، دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲مې په قطر کې د افغانستان د کشالې پر سیاسي حل په خبرو بوخت دي.

د پاکستان صدراعظم په قطر کې روانو مذاکرو ته په اشاره لیکلي چې دغه مذاکرې زغم او د ټولو اړخونو تعهد ته اړتیا لري.

د ټایمز اف انډیا په لیکنه، عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې وویل چې طالبان ښايي تر کوم سیاسي جوړجاړي مخکې پر یوه اوربند موافقه ونه‌کړي.

په لیکنه کې د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د یکشنبې ټویټ ته هم اشاره شوې چې ویلي یې دي، حکومت دوامدارې او باعزته سولې ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG