د پاکستان پخواني کرکټر راشد لطیف د کرکټ افغان لوبغاړی محمد نبي ستایلی او ویلي یې دي چې نبي به تل د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتې شي.
دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې محمد نبي په تازه درجهبندۍ کې د نړۍ په کچه د ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبو لومړی درجه الراونډر اعلان شو.
۳۵ کلن محمد نبي تېرو څو کلونو کې د افغانستان په ملي لوبډله او بهرنیو لیګونو کې ښه ځلېدلی دی او ګڼ شمېر مینهوال لري. محمد نبي او د کرکټ بل افغان ستوری راشد خان دا مهال د هند د کرکټ په لیګ کې د سنرایزرس حیدراباد په لوبډله کې لوبېږي.