د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

روحاني امریکا پر ایران د بندیزونو له کبله په 'وحشیتوب' تورن کړ


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر په یوه ټلوېزیوني وینا کې امریکا پر دغه هېواد د بندیزونو له کبله په "وحشیتوب" تورن کړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د امریکا د بندیزونو د اغېز په اړه خپله غصه پر واشنګټن متمرکزه کړي.

نوموړي دا خبرې پرون شنبه په یوه ټلوېزیوني وینا کې وکړې.

ښاغلي روحاني امریکا پر ایران د بندیزونو له کبله په "وحشیتوب" تورن کړ.

د ایران ولسمشر وویل، امریکا په ناقانونه مجازاتو او د ده په ټکو ترهګریزو کړنو سره د ایران خلکو ته ۱۵۰ میلیارده ډالر زیان رسولی.

امریکایانو وروستیو کې اعلان وکړ چې ایران ته مو لسګونه میلیارده ډالر زیان رسولی دی، دوی په غلطو، ناقانونه او غیر انساني بندیزونو سره په ۹۷م، ۹۸م او ۹۹م کال کې ټول‌ټال ایران ته ۱۵۰ میلیارده ډالر زیان اړولی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

روحاني ویلي، دغه بندیزونه ان د خوراکي توکو او درملو د اخیستو مانع شوي حال دا چې د ده په خبره دغه ډول بشردوستانه تجهیزات د امریکا له بندیزونو مستثنی دي.

نوموړي زیاته کړې، ډېر شرکتونه له قوانینو د سرغړونې له وېرې له ایران سره له معاملو ډډه کوي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په وینا، ښاغلي روحاني ویلي، د ایران د خلکو په وړاندې د ټولو فشارونو ادرس سپینه ماڼۍ ده.

د ایران په اټمي فعالیتونو او تسلیحاتي پروګرامونو کې د ښکېلو کسانو او بنسټونو پر ضد د ایران نوي بندیزونه د سپټمبر په ۲۱مه اعلان شول.

دا بندیزونه د ډونالد ټرمپ د ادارې د هغو اقداماتو یوه برخه ده چې له مخې یې دغه هېواد دوه کاله وړاندې د ایران له اټمي تړونه په شا شو.

له همغه وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې. پر دې سربېره دوه ورځې وړاندې امریکا په ایران کې پر ځینو قاضیانو او محکمو له دې ډلې پر هغه قاضي بندیزونه ولګول چې د غېږ نیونې د پهلوان نوید افکاري د اعدام حکم کې شامل و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، واشنګټن به تر هغو پر ایران فشارونو ته دوام ورکړي چې تهران د ده په ټکو له بدو کړنو لاس واخلي او هر اړخیزو خبرو ته لېواله شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د ایران ولسمشر خپلو څرګندونو کې پر مایک پومپیو هم کلکې نیوکې وکړې او هغه‌یې "د جنایت وزیر" یاد کړ.

XS
SM
MD
LG