د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لړم ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۵۵

فلسطین د ملګرو ملتونو په مشرۍ د منځني ختیځ د سولې کنفرانس غوښتنه وکړه


د فلسطین ادارې مشر محمود عباس

د فلسطینۍ ادارې مشر د ملګرو ملتونو په مشرۍ د منځني ختیځ د سولې د کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې.

د فلسطین د ادارې مشر عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال د ملګرو ملتونو پر سرمنشي انتونیو ګوترش غږ وکړ چې د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې د منځني ختیځ د سولې د کنفرانس مشري وکړي.

محمود عباس پرون د سپټمبر په ۲۵مه، په خپله وینا کې هیله څرګنده کړه چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې یوه رښتینې پروسه پیل شي.

عباس له ګوترش څخه وغوښتل چې د دې کنفرانس په اړه د منځني ختیځ د تماس له څلور اړخونو یعنې امریکا، روسیې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو او همداراز د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره سلا مشوره وکړي.

انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

هغه زیاته کړه چې دا کنفرانس باید بشپړ صلاحیتونه ولري او ټولې ښکېلې خواوې د منځني ختیځ د سولې په رښتینې پروسه کې ګډون وکړي.

فلسطینیان په لوېدیځه غاړه او غزه کې د داسې یو دولت جوړېدل غواړي چې پلازمېنه‌یې ختیځ بیت‌المقدس وي.

دا ټوله سیمه د ۱۹۶۷ م کال په جګړه کې اسرائیلو اشغال کړه.

فلسطیني مشرانو په تېره جنورۍ میاشت کې په منځني ختیځ کې د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پلان رد کړ ځکه د دې پلان له مخې په اشغال شویو سیمو کې یهودي مېشت‌ځایونه د اسرائیلو د قلمرو برخه کېدل.

ښاغلي عباس په یوه وېډیويي پیغام کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په ثبت شوې بڼه په عمومي اسامبله کې واورول شو وویل، ترڅو چې اشغال دوام ولري او د فلسطین د کړکېچ د حل عادلانه حل لاره له پامه غورځول کېږي، په سیمه کې هېڅ‌راز سوله نه‌شي ټينګېدای.

د فلسطیني ادارې مشر وویل فلسطینیان د عربانو د سولې نوښت ته چې سږ کال د سعودي عربستان له‌خوا وړاندې شوی، ژمن دي.

د دې نوښت له مخې عربي هېوادونه له اسرائیلو سره اړیکې عادي کوي چې په بدل کې د فلسطین خپلواک دولت جوړېږي او اسرائیل ټولې هغه سیمې پرېږدي چې په ۱۹۶۷ کال کې یې اشغال کړې دي.

متحده عربي اماراتو او بحرین څو ورځې مخکې له اسرائیل سره د عادي اړیکو د ټینګولو موافقې لاسلیک کړې.

سلمان بن عبدالعزیز
سلمان بن عبدالعزیز

فلسطین دا اقدام وغانده. د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د چهارشنبې په ورځ عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال چې د عربانو د سولې نوښت یوه هر اړخیزه او عادلانه حل‌لاره ده.

سلمان زیاته کړه چې سعودي عربستان د امریکا د هڅو ملاتړ هم کوي، خو د متحده ایالاتو د وروستۍ طرحې له تأیید څخه‌یې ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG