د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۵۶

د لوکاشینکا د لوړې مراسم او په بلاروس کې د مخالفانو د اعتراضونو دوام


د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د لوړې مراسم ترسره کړل.

وروسته تر دې چې الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره د بلاروس د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، په پلازمېنه مېنسک کې اعتراضونه پیل شول او د هغو هېوادونو لېست نور هم پسې اوږد شو چې په انتخاباتو کې د لوکاشینکا له بریالیتوب سره مخالفت کوي.

الکساندر لوکاشینکا د دې سربېره د چهارشنبې په ورځ لوړه وکړه چې له څو اوونیو راهیسې په بې‌سارې توګه په بلاروس کې د ده پر ضد اعتراضونه روان وو او د اګسټ د نهمې نېټې په انتخاباتو کې یې د درغلیو تور پورې کاوه.

د روسیې په دغه پخواني ایالت کې چې څه باندې نهه میلیونه نفوس لري، لوکاشینکا په پټه د لوړې مراسم ترسره کړل، خو بیا هم د اپوزېسیون د غړو له مخالفت سره مخامخ شو.

بلاروس کې اعتراضونه
بلاروس کې اعتراضونه

پخوا اروپایي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو تر انتخاباتو وروسته له مظاهره‌چیانو سره د لوکاشینکا د ځواکونو له لوري تشدد په سختو ټکیو غندلی وو. اوس د ولسمشر په توګه د لوکاشینکا تر لوړې وروسته، ډنمارک، لاتویا، لتوانیا، جرمني، سلواکیا، چک جمهوریت، پولنډ او ایستونیا اعلان وکړ چې دوی د لوکاشینکا حکومت په رسمیت نه‌پېژني.

روسیه بیا له لوکاشینکا سره ښې اړیکې لري.

په مسکو کې د ولسمشر پوتین ویاند دمیتري پېسکوف د لوکاشینکا د لوړې پر مراسمو له تبصرې ډډه وکړه، خو ویې‌ویل، که دوی داسې پرېکړه کړې وي دا په دې معنی ده چې دوی ته دا منطقي ښکاري.

تر مراسمو وروسته، د کرنټ ټایم ټلوېزیون د خبر له مخې د مېنسک ښار په زړه کې تر پنځه زره ډېر کسان راغونډ شول.

د بلاروس د بشري حقونو سازمان د لوړې تر مراسمو وروسته په مېنسک کې د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د بلاروس پولیسو له‌خوا د معترضینو نیول
د بلاروس پولیسو له‌خوا د معترضینو نیول

د بلاروس دولتي اژانس وایي چې د لوړې په مراسمو کې په سلګونه جګپوړو چارواکو برخه واخیسته، خو د برخه‌والو دقیقه شمېره‌یې په ډاګه نه‌کړه.

د لوړې د مراسمو پر مهال لوکاشینکا وویل چې هغو هېوادونو چې پرمخللي ټکنالوژۍ لري له ګواښونو سره مخامخ کړ او د دې هېوادو هدف د خپلواکو هېوادونو له‌منځه وړل دي.

تر دې مخکې لوکاشینکا لوېدیځ حکومتونه تورن کړي و چې اعتراض کوونکي اعتراضونو ته هڅوي.

د لوړې تر مراسمو لږ وروسته په انتخاباتو کې د اپوزېسیون اصلي کاندیدې سویتلانا تیخانوسکایا وویل، کله به هم د لوکاشینکا له درغلیو ډکه بریا ونه‌مني.

دې د بلاروس له خلکو وغوښتل چې مدني اعتراضونه پيل کړي.

XS
SM
MD
LG