د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د افغانستان د حکومت له زندانونو خوشې شوي یو شمېر طالب بندیانو د جګړو ډګر ته مخه کړې چې دا د امریکا او طالبانو ترمنځ له شوي تړونه سرغړونه ده.
د عبدالله له دې څرګندونو سره هممهاله پرون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم د افغانستان په اړه یو لړ څرګندونې کړي او هیلهیې څرګنده کړې چې د سولې د روانو خبرو په نتیجه کې به یوه حل لاره وموندل شي.
نوریاس نوري په دې اړه د شخړو د هواري د چارو له تحلیلګر مشتاق رحیم سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې به د سولې په خبرو څه ډول اغېزه وکړي؟
د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: