- لانګ وار ژورنال
لانګ ور ژورنال خپرونې په یوه لیکنه کې پر هغو شمېرو شک څرګند کړی چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د القاعده د وسلهوالو په اړه یادې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اوونۍ مخکې په یوه مرکه کې وویل افغانستان کې ښايي تر ۲۰۰ هم کم القاعده سره تړلي وسلهوال پاتې وي.
په لانګ وار ژورنال کې د دې لیکنې لیکوال د دې لپاره یو لړ دلایل وړاندې کوي چې ولې په افغانستان کې د القاعده شبکې د ځواک په اړه د امریکايي چارواکو اټکل د باور وړ نهدی او د لیکنې په یوه برخه کې وايي، د امریکا په پوځ، استخباراتو او رسنیو کې د القاعده شبکې په اړه یو ناسم پوهاوی دی او هغه ځکه چې دا ډله په افغانستان کې په پټه د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي او دې سره دا ستونزمنه کېږي چې دغلته د القاعده فعالیت په دقیقه توګه وارزول شي.
د لیکوال په باور، القاعده په قصدي توګه په افغانستان کې د خپلو پښو خاپونه پټوي څو د طالبانو سیاسي هڅې ګډې وډې نهکړي. طالبانو د امریکا له متحده ایالاتو سره هغه تړون کې چې فبرورۍ میاشت کې یې په دوحه کې لاسلیک کړ، منلې چې تر خپل واک لاندې سیمو کې به القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو ته ځای نهورکوي.
- ډېلي مېل
ډېلي مېل د هغو قلمي تومانچو په اړه راپور خپور کړی چې تازه د کابل د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د حکومت مخالفو وسلهوالو او جنایتکارو په وروستیو میاشتو کې دا ډول وسلې د یو لړ وژنو لپاره کارولې دي.
ډېلي مېل د دې وسلې عکس هم خپور کړی. دا جیبي وسله یو عادي قلم ته پاتې کېږي چې د راپور په وینا یوازې یوه مرمۍ پهکې ځایېږي.
د لیکنې په دوام کې راغلي، د بېکارۍ زیاتېدو او بېوزلۍ په کابل کې امنیتي وضعیت له بد بدتره کړی دی.
د اګسټ په میاشت کې وسلهوالو کسانو پر افغان ممثلې او فلم جوړونکې سبا سحر برید وکړ او هغهیې ټپي کړه.
همدارنګه په وروستیو میاشتو کې یو شمېر نور کسان هم په کابل کې د هدفي وژنو قرباني شوي دي.
له بله پلوه په کابل ښار کې وسلهوالې غلاوې هم زیاتې شوي چې له همدې کبله په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کابل مېشتو د اعتراض په ډول "مال مې واخله، خو ژوند مې نه" انلاین کمپاین هم پیل کړی.