د هند د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په دوهمه ورځ به نن ډیلي کپیټلز لوبډله له کینګز ایلیون پنجاب سره مخامخ شي.
د افغانستان د کرکټ یو تکړه باولر مجیب الرحمان په پنجاب کینګز ایلیون کې لوبېږي.
پرون د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې چینای سوپرکینګز په ۵ ویکټونو مومبی انډینز ته ماتې ورکړه.
د هند د کرکټ غوره لیګ سیالۍ د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله سږ کال په متحده عربي اماراتو کې کېږي.
دا لیګ په نړۍ کې د کرکټ، چې له فوټباله وروسته تر ټولو ډېر زیات مینه وال لري، تر ټولو ستر لیګ دی.