د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۴۸

خبرونه

افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي مأموریت د تمدید هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

افغانستان د یوه بل کال په مخه د ملګرو ملتونو د سیاسي مأموریت د تمدید هرکلی وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نمایندګي د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوناما مأموریت د امنیت شورا په غونډه کې په غوڅ اکثریت تمدید شو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادلې راز وویل چې دا پرېکړه پر دې دلالت کوي چې په داسې حساس وخت کې چې د سولې خبرې روانې دي، نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا مثبت ګام بللی دی او لیکلي یې دي چې یوناما د افغان سولې لپاره نړیوال ملاتړ جذب کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین ولسمشر: نړۍ دې کریمیا نه هېروي

ولادیمیر زلینسکي پارلمان ته د وینا پرمهال

د اوکراین ولسمشر نن ویل، هغه کسان چې روسیې ته یې اجازه ورکړه چې په غیرقانوني ډول کریمیا د خپلې خاورې برخه کړي، باید مسوول وګڼل شي.

ولادیمیر زلینسکي نن د خپل هېواد پارلمان ته په خپله کلنۍ وینا کې وویل: "تر هغو چې کریمیا اشغال وي له اوکراینیانو او د کریمیا له تاتارانو سره به په منظم ډول زیاتی کېږي، نړۍ باید کریمیا هېره نه کړي."

کریمیا ټاپوزمه چې د اوکراین خاوره ده په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

ټرمپ د امریکا د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس نیوکه وکړه

د عکس ښي لور ته فاوچي او شاته ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د عفوني او حساسیت ناروغیو د مرکز پر رییس انټوني فاوچي نیوکه وکړه او ویې ویل، فاوچي او یو شمېر نور متخصصینو چې کله له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه سلامشوره ورکړې ده، تېروتنې یې کړي دي.

ولسمشر ټرمپ بیا وویل، امریکایان د فاوچي او د ده په څېر د یو شمېر نورو ساده کسانو له دې خبرو چې په دې کار کې یې تېروتنه کړې ده، ستړې شوې دي.

ښاغلي ټرمپ دا خبرې پرون وروسته تر دې وکړې چې ډاکتر فاوچي وویل، پرته له څه شکه چې ډونالډ ټرمپ تر لویو غونډو وروسته چې لږ کسانو ماسک اغوستی و او له یوه بله یې واټن نه و مراعات کړی په کرونا ویروس اخته شو.

میدان وردګ چارواکي: جلریز کې چاودنو ۵ تنه وژلي 

ارشیف

د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې نن سهار دوو چاودنو لږ تر لږه ۵ تنه وژلي دي.

د میدان وردک د والي ویاند محب اله شریفزوی ازادي راډیو ته وویل: "د جلریز ولسوالي په کوټه عشرو سیمه کې پر یوه تونس او یوه سراچه موتر چاودنې شوې دي چې ۵ تنه شهیدان شوي، ۹ ټپيان چې پنځه یې ښځې څلور یې ماشومان دي."

ټپیان رووغتونونو ته انتقال شوې دي.

د دې چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د قرغیزستان د ګمرک پخوانی مرستیال نیول شوی

د قرغیزستان د ګمرک پخوانی ځواکمن مرستیال رحیمبیک ماتریموف د نیولو پرمهال

د قرغیزستان د ګمرک پخوانی ځواکمن مرستیال رحیمبیک ماتریموف ونیول شو.

ده د یوه تحقیقاتي راپور په استناد، په سلګونو میلیونه ډالر په پټه بهر ته انتقال کړي دي.

د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې په یوې اعلامیې کې نن د ماتریموف د نیولو خبر ورکړ.

درې ورځې مخکې د دې کمیټې نویو مشرانو ویلي و چې د ماتریموف او د هغه د همکارانو د هلوځلو په اړه تحقیقات پیل شوې دي.

د غزني چارواکي: قره باغ کې د موټر بم برید مخه نیول شوې

ارشیف

د غزني د امنیتي چارواکو په وینا د دې ولایت په قره باغ ولسوالي کې نن د یوه موټر بم برید مخه ونیول شوه.

د غزني د امنیه قومانداني ویاند احمد خان سیرت وایي، د سهار لسو بجو خواته ترهګرو د یو سراچه موټر په واسطه چې له چاودیدونکو موادو ډک و د قره باغ په ولسوالي کې د برید نیت درلود.

هغه زیاته کړه: "مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسېږي د قره باغ ولسوالي اتلو پولیسو برید پرې وکړ او په موټر کې چاودنه وشوه، د دې چادونې له امله د قره باع ولسوالي درې پولیس برسېرن ټپیان شوي دي."

ښاغلي سیرت برید کوونکو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دې ویلي.

په نګورنو قره باغ کې نښتې دوام لري

په نګورنو قره باغ کې د اذربایجان ځواکونه

د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ د دې سربېره نن بیا نښتې شوې دي چې هلته د روسیې په منځګړیتوب د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې، د شنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره اوربند وشو.

د ملګرو ملتو امنیت شورا له دواړو لوریو غوښتې دي چې اوربند مراعات کړي.

نګورنو قره باغ سیمه چې په رسمي ډول د اذربایجان مربوط ده، واک یې د هغو کسانو په لاس کې دی چې په خټه ارمنیان دي.

نن سهار د نګورنو قره باغ له جنوبي سیمو د توپونو د ډزو راپورونه ورکړل شوې دي.

د اذربایجان دفاع وزارت په څو سیمو کې د جګړې خبر ورکړی دی.

د ملي امنیت ځواکونو لغمان کې د طالبانو ۷ کسیزه ډله نیولې

لغمان کې د طالبانو د اوه کسیزې نیول شوې ډلې انځور

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چې په لغمان کې يې د طالبانو اوه کسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې یاده اوه کسیزه ډله د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې نیول شوې ډلې د لغمان د ولایتي شورا په یوه غړي او دغه راز د امنیې قومندانۍ په یو رنجیر په چاودونو کې لاس درلود.

په دواړو پېښو کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي وو.

ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، یادې ډلې په مرکز مهترلام ښار کې د ولسي وګړو په یوه غونډه کې د یو ماین د ځای پر ځای کولو هوډ هم درلود خو دې هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.

د یوه بل خبر له مخې تېره ورځ په مرکز مهترلام کې هم یو لړ عملیات ترسره شوي چې په پایله کې يې د طالبانو یو تن مالي تمویلونکی قاري ذکرالله مشهور په کشمیر له یوه کس څخه د ۵۰ زره افغانیو د باج اخیستلو پرمهال لاس په لاس نیولی شوی دی.

د لغمان د مسئولینو په خبره، نیول شوي کس په باج اخیستنه، د ترورېستي پېښو په طرحه کولو او د ماینونو ځای پرځای کولو کې لاس درلود.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ۷ اکاډمیو ترمنځ لوبې پیلوي

ارشیف

ټاکل شوې چې نن د افغانستان کرکټ بورډ د ۷ اکاډمیو ترمنځ لوبې پیل کړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، دا د اکاډمیو ترمنځ له ۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو لومړنۍ ۲۰ اوریزې سیالۍ دي.

په دې سیالیو کې ټولې برخه اخیستونکې اکاډمۍ د کابل ولایت پورې اړوند دي، لوبې د کابل په کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.

یادې لوبې به د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېتې دوام وکړي.

د لوبې هدف د غوره لوبغاړو ټاکل په ګوته شوي دي.

د ازبکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنۍ سوداګرۍ وزیر کابل ته راځي

د افغانستان او ازبکستان نقشې او بیرغونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ د وزیر سردار اوکتامویچ امورزاکوف سفر د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره ګټور ګڼي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی به د هېواد له چارواکو سره د همکاریو د پراختیا او کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په هکله خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړه: "د دوه اړخیزو سیمه‌ییزو او سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي."

د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا او د سوداګرۍ او ترانزیټ، سیمه‌ییز پیوستون او ګډو زېربنايي پروژو په برخه کې د همکاریو په پراختیا خبرې اترې وکړي.

همداراز، تمه ده چې د همدې سفر په ترڅ کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارتونه له خپلو ازبکستاني پلاويو سره د همکارۍ تړونونه هم لاسلیک کړي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په کلني ډول د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي.

ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړه

د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ناټو متحدانو د دوشنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه تکرار کړه.

د دې ائتلاف د اعلامیې له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، د ائتلاف متحدانو او شریکانو په یوه غونډه کې وویل چې تر ۲۰۲۴م کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له قوله راغلي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به د ناټو متحدانو او شریکانو مالي ملاتړ تر ۲۰۲۰م کال ورهاخوا هم دوام وکړي.

ده زیاته کړه: "له افغان ځواکونو سره نړیوال مالي ملاتړ د افغانستان د امنیت په برخه کې زموږ د ژمنتیا یوه مهمه برخه ده. متحدانو د افغان ملي پوځ وجهي صندوق ته د دې صندوق له جوړېدو راهیسې د ۲۰۲۰م کال د اکټوبر تر پنځمې پورې ۳.۲ میلیارده ډالره ورکړي دي."

ناټو ائتلاف په ۲۰۰۷م کال کې د افغان ملي پوځ په نوم وجهي صندوق رامنځته کړ چې د نړیوالو په مالي مرسته پر مخ ځي.

د ناټو د معلوماتو له مخې د دې وجهي صندوق له لارې افغان ځواکونو ته روزنه او مسلکي نظامي زده‌کړې ورکول کېږي.

دا درېیم لوی وجهي صندوق دی چې له لارې یې نړیوال د افغان پوځ ملاتړ کوي.

دوه نور د نظم او قانون وجهي صندوق یا «LOTFA» او د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د امریکا وجهي صندوق یا «ASFF» نومېږي.

خلیلزاد: د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي زیاتوالی خطرناک دی

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د سولې د خبرو پر مهال دا باور چې د امتیاز د ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی زیات شي، خطرناک دی.

زلمي خلیلزاد پرون دوشنبه پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کې لیکلي د ده تمه دا وه چې تاوتریخوالی به کمېږي او کم به پاتې کېږي. دی زیاتوي چې ښکېل اړخونه باید هغو مسایلو ته چې خبرې او تفاهم پرې شوي، ژمن پاتې شي.

خلیلزاد وايي، د سرغړونو بې‌بنسټه تورونه او پاروونکې څرګندونې د سولې د خبرو له پرمختګ سره مرسته نه‌کوي او ټینګار کوي چې باید د امریکا او طالبانو د سولې موافقه او د افغانستان او امریکا ګډه اعلامیه په جدي ډول په پام کې ونیول شي.

ښاغلی خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې روانو خبرو تر اوسه نتیجه نه‌ده ورکړې او ورسره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی.

له اذربایجان او ارمنستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوربند غوښتنه

نګورنو قره‌باغ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر اذربایجان او ارمنستان غږ کړی چې اوربند په کلکه رعایت کړي.

دې شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د نګورنو قره‌باغ د لانجمنې سیمې د وضعیت په اړه بحث وکړ. د امنیت شورا ۱۵ غړو د دواړو لورو ترمنځ د اوربند د رعایت په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش پر غوښتنه ټینګار وکړ.

فرانسپرس خبري اژانس د یوه ډیپلومات له قوله راپور ورکړی دی چې وايي د امنیت شورا ټولو غړو دا ومنله چې په نګورنو قره‌باغ کې وضعیت کړکېچن دی او د دواړو خواوو ځواکونه باید په شا تګ وکړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

نوی اوربند چې د شنبې په ورځ اعلان شو، په نګورنو قره‌باغ کې د سپټمبر له ۲۷مې نېټې راهیسې د پیل شوې جګړې د پای ته رسولو لپاره دوهمه هڅه ده.

اذربایجان او ارمنستان پرون سهار پر یو بل د ډزو د بیا پیل تورونه ولګول او دا وېره رامنځته شوه چې ښايي نوی اوربند هم بې‌کومې ګټې مات شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا وویل د امنیت شورا په غونډه کې د اوربند د څرنګوالي د څېړنې او تأیید پر اړتیا بحث وشو.

د اوکراینۍ الوتکې قربانیانو ته پر تاوان ورکولو د تهران او کیف خبرې

ایران کې ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکه

ایران به د لوېدلې اوکراینۍ الوتکې قربانیانو ته د تاوان ورکولو په اړه د دوهم پړاو خبرو لپاره د اوکرایني چارواکو کوربه وي.

یاده الوتکه د روان کال په جنورۍ میاشت کې څو شیبې وروسته په تهران کې تر الوتلو وروسته ولوېده او ټول ۱۷۶ کسان په‌کې مړه شول. ایران وروسته ومنله چې دا الوتکه‌یې په تېروتنه ویشتلې.

د اوکراین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یېفهین ینن او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محسن بهاروند د دوشنبې په ورځ په تهران کې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه.

په لومړي پړاو خبرو کې اوکرایني او ایراني چارواکو په کیف کې سره لیدلي وو. اوکرایني لوري ویلي وو چې دې پروسې ته په محتاطه توګه خوشبینه دي.

یاده الوتکه په همغه شپه وویشتل شوه چې ایران په عراق کې پر امریکايي پوځيانو د بالیستیک توغندیو حمله وکړه او د تهران د هوايي دفاع ځواکونه په تیارسی حالت کې وو.

د ایران د توغندیو حمله د امریکا د هغې حملې په غبرګون کې وه چې پنځه ورځې مخکې يې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني وژلی وو.

د ایران عامې روغتیا وزارت: د خلکو بې‌پروايۍ د کرونا پېښې زیاتې کړي

ایران کې په کرونا اخته شوي خلک

د ایران د روغتیا وزارت وايي، د خلکو بې‌پروايي په دې هېواد کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې کړې دي.

د دې وزارت ویاندې سیما سادات لاري د دوشنبې په ورځ انتقاد وکړ چې خلک روغتیايي مشورو ته غوږ نه‌نیسي.

ده وویل: "زموږ په هېواد کې اوس‌مهال د ناروغۍ وضعیت د روغتیايي پروتوکول پر وړاندې د بې‌پامۍ په نتيجه کې دی. په تېرو اوونیو کې له ماسکونو په استفاده کې کموالی او همداراز ټولنيز واټن نه‌مراعتولو خطر زیات کړی دی."

په ایران کې د دوشنبې په ورځ د کرونا ویروس ۳۳۷ مړینې ثبت شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو لوی شمېر دی.

د ایران د روغتیا وزارت په وینا، اوس‌مهال تر ۵۳۴ زره زیات کسان په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته دي. د مړینې شمېر شااوخوا ۳۱ زره اعلان شوی دی.

خو یو شمېر کسان په دې باور دي چې په ایران کې په کرونا ویروس د اخته او مړو شویو کسانو شمېر تر رسمي اعلان شوي شمېر زیات دی.

هلمند کې ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نه‌لري

د هلمند ایمرجنسي روغتون

یوې روغتیايي ادارې خبرداری ورکړی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون د نورو ټپيانو او ناروغانو د منلو وړتیا نه‌لري.

په هلمند کې د ایمرجنسي پروګرام هماهنګ کوونکي مارکو پونتین اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې په هلمند ولایت کې وضعیت تر اوسه ډېر خراب دی.

هغه زیاته کړه: "په وضعیت کې هېڅ ډول پرمختګ نه‌وینو. جګړه دوام لري او لارې بندې دي. ماینونه ځای پر ځای شوي دي. د خپلو همکارانو د ملاتړ لپاره راغلی یم."

له هلمنده وېډیوګانې او عکسونه ښکاروي چې ټپيان او ناروغان د هلمند د ایمرجنسي روغتون انګړ ته ایستل شوي ځکه د ودانۍ دننه کافي ځای نه‌شته.

طالبانو ۱۰ ورځې مخکې د لښکرګاه ښار پر څو ولسوالیو بریدونه پيل کړل. د دغو حملو په نتيجه کې زرګونه کسان بې‌ځایه شول او د ښار مرکز ته‌یې پناه یووړه.

طالبان وايي، یوازې يې پر هغو سیمو حمله کړې چې مخکې افغان ځواکونو له دوی نیولې وې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG