د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۳۸

له اسرائیل سره د اړیکو عادي کېدو په اړه بحرین او اماراتو ته د ایران خبرداری


د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر بحرین او متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړ چې له اسرائیل سره به‌یې د اړیکو عادي کېدل ښه پایله ونه‌لري.

حسن روحاني وویل، دغه دوه هېوادونه به له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کېدو د پایلو مسؤله وي.

د ایران اسلامي رژیم، اسرائیل ته د سرسخته دښمن په سترګه ګوري. د ایران ولسمشر یو ورځ وروسته تر دې په فارس خلیج کې خپلو دوو ګاونډیو ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د بحرین او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ مخې ته د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو تړونونه لاسلیک کړل.

په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو تړونونه لاسلیک شول
په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو تړونونه لاسلیک شول

د ایران د ولسمشر حسن روحاني خبرې د ټلوېزیون له لارې خپرې شوې، ده د خپل هېواد وزیرانو شورا ته وویل، د سیمې یو شمېر مسلمان هېوادونه په دَین او دین نه‌پوهېږي، د فلسطین د ملت او خپلو عربو غم ورسره نه‌شته.

روحاني پرته له دې چې د متحده عربي اماراتو یا بحرین نوم واخلي دا پوښتنه وکړه چې عربیت چېرته ولاړ؟

ده په ورته وخت کې وویل چې د اړیکو عادي کېدل د سیمې د امنیت او مقرراتو په خلاف عمل دی.

د متحده عربي اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو وزیرانو شېخ عبدالله بن زاید ال نهیان او عبداللطیف ال زیداني له اسرائیل سره په سپینه ماڼۍ کې د اړیکو د عادي کېدو د تړون پر مهال د یوه فلسطیني دولت پر جوړېدو هم ټینګار وکړ.

ډونالد ټرمپ او شېخ عبدالله بن زاید النهیان
ډونالد ټرمپ او شېخ عبدالله بن زاید النهیان

د امریکا ولسمشر وویل چې دا موافقې د سعودي عربستان په ګډون له څو عربي هېوادونو سره نږدې شوې دي.

ټرمپ زیاته کړه، له څو لسیزو جګړو او اختلافاتو موږ په منځني ختیځ کې د یوې نوې پیلامې شاهدان یوو.

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکوي چې د ایران د مشر ایت‌الله خامنه‌اي یو سلاکار د چهارشنبې په ورځ وویل، د فارس خلیج یو شمېر هېوادونه د امریکا او اسرائیل د ملاتړ ترلاسه کولو په بې‌معنی هیله د هغوی په ګوډیانو بدل شوي دي.

د ایران تسنیم اژانس بیا په بهرنیو چارو کې د خامنه‌اي د سلاکار علي اکبر ولایتي په وینا څرګندوي چې دغو هېوادونو د اوبو پر سر کورونه ودان کړل او د خپلو هڅو بیه به په خپله پرې کوي.

بهرنیو چارو کې د خامنه‌اي سلاکار علي اکبر ولایتي
بهرنیو چارو کې د خامنه‌اي سلاکار علي اکبر ولایتي

بل لور ته د اماراتو رسنیو له اسرائیل سره د اړیکو تر ښه کېدو وروسته د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ابوظبي د پانګونې دولتي اداره به په تل‌ابیب کې خپله لومړۍ څانګه پرانیزي.

XS
SM
MD
LG