د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۴۲

ایران ته د ټرمپ خبرداری: د برید ځواب به مو زر چنده وي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او مرستیال ولسمشر مایک پنس

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ایران له‌خوا هر ډول برید به له ډېر ستر غبرګون سره مخ شي.

نوموړي دا خبره د هغو خبري راپورونو غبرګون کې کړې چې وايي، ایران د خپل وژل شوي جنرال قاسم سلیماني د غچ لپاره د یوې امریکايي ډیپلوماتې د وژلو پلان جوړ کړی و.

ټرمپ پرون ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل "د ایران له‌خوا د امریکا پر ضد په هره بڼه هر ډول برید به پر ایران له داسې برید سره مخ شي چې په ستروالي کې به زر چنده وي."

د ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د جنورۍ په میاشت کې بغداد ته نږدې د امریکا د ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.

ټرمپ ایران ته دا خبرداری په داسې وخت کې ورکوي چې پولیټیکو خپرونې د هغو ادعاوو په اړه راپور ورکړ چې وايي، ایران په جنوبي افریقا کې د امریکا پر سفیرې لانا مارکس د برید پلان جوړ کړی و.

نوموړې د ولسمشر ټرمپ ملګرې ده او نږدې کال وړاندې یې په افریقا کې د سفیرې په توګه دنده پیل کړې.

ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر د رسنیو د راپورونو په حواله ویلي، ایران ښايي" د ترورېستانو د مشر سلیماني" د وژل کېدو په غچ کې د امریکا په ضد د چا وژل یا نور بریدونه پلانوي. ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې پر قاسم سلیماني برید د دې په خاطر شوی و چې هغه نور بریدونه پلانول، امریکايي سرتېري یې وژل او په تېرو څو کلونو کې د مرګ او رنځ سبب شوی و.

د پولیټیکو د راپور له مخې چې ( د سپټمبر په ۱۳مه خپور شوی) د امریکا د استخباراتو راپورونه وايي، د ایران حکومت د لانا مارکس د ترور پر هڅه غور کوي. دوی په دې اړه د امریکا د حکومت د یو نوم پټي چارواکي حواله ورکړې چې دا استخباراتي راپورونه‌یې کتلي دي.

چارواکو ویلي چې امریکايي مقامات د تېر پسرلي راهیسې لانا مارکس ته پر پېښ عمومي ګواښ خبر و، خو په وروستیو اوونیو کې دا ګواښ نور هم مشخص شو. د امریکا د حکومت یو چارواکي ویلي په پریټوریا کې د ایران سفارت په دې پلان کې لاس درلود.

د دې امریکايي چارواکي په وینا ۶۶ کلنه لانا مارکس هم دې ته پر پېښ ګواښ خبره کړای شوې وه.

لانا مارکس
لانا مارکس

دا روښانه نه‌ده چې ایران ولې دا هدف ګرځوله، خو پولیټیکو ویلي، نوموړې له هغو څو کسانو څخه وه چې د امریکايي چارواکو په باور ایران‌یې د قاسم سلیماني په غچ کې پر ترور غور کاوه.

کله چې په جنورۍ میاشت کې د بغداد هوايي ډګر ته نږدې ایراني جنرال قاسم سلیماني د امریکا په هوايي ګوزار کې ووژل شو، څو ورځې وروسته ترې ایران په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د لیرې واټن توغندي وویشتل چې د لسګونه امریکايي سرتېرو د مغزي صدمې سبب شول.

XS
SM
MD
LG