د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د الکسي ناوالني روغتیايي وضعیت مخ په ښه کېدو دی


الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

برلین کې روغتون تأییدوي چې د روسیې د ولسمشر د سیاسي مخالف الکسي ناوالني روغتیايي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

د جرمني په پلازمېنه برلین کې چریټي روغتون تأییدوي چې د روسیې د ولسمشر د سرسخته سیاسي مخالف الکسي ناوالني له بدنه‌يې د ساه اخیستلو دستګاه لیرې کړې او دی د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۴مه نېټه د څو شېبو لپاره د ناروغۍ له بستره پورته شو.

جرمني: د کرملېن منتقد 'الکسي ناوالني' مسموم شوی

د روسیې د کورنیو چارو وزارت غواړي له الکسي ناوالني څېړنې وکړي

د ډاکترانو په وینا، د ناوالني وضعیت په تېره یوه اوونۍ کې او له کوما له وتلو راهیسې مخ پر ښه کېدو دی. په همدې حال کې په فرانسه او سویډن کې دوو لابراتوارونو تأیید کړه چې الکسي ناوالني د نوويچوک زهري موادو په وسیله مسموم کړای شوی وو.

دا مواد په شوروي اتحاد کې جوړېدل او د اعصابو فلجوونکي مواد بلل کېدل. د دوشنبې په ورځ د جرمني د حکومت په اعلامیه کې راغلي چې تر اوسه درېیو لابراتوارونو موندلې چې ناوالني په زهري موادو مسموم کړای شوی وو. په خبرپاڼه کې راغلي چې جرمني له روسیې غواړي چې د روسیې د حکومت د دغه ۴۴ کلن مخالف د مسمومېدو په اړه دې خپلواکې پلټنې وکړي.

په عین حال کې د فرانسې جمهوري ریاست ویلي چې د دې هېواد څېړونکو موندلې چې الکسي ناوالني د نوويچوک په وسیله مسموم کړای شوی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې معلوم کړي چا غوښتل ناوالني ووژني.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

کرملېن وايي چې د ناوالني پر قضیه خبرې روانې دي، خو پوتین ټينګار کوي چې د روسیې رژیم باید په دې قضیه کې مسؤل ونه‌ګڼل شي.

ناوالني د اګسټ په ۲۰مه نېټه له سایبریا د مسکو پر لور پرواز درلود چې په الوتکه کې ناروغ شو. پيلوټ اړ شو چې په اومسک ښار کې په بېړنۍ توګه کېني. الکسي ناوالني دوه ورځې د دې ښار په روغتون کې تر درملنې لاندې وو او وروسته د ده د مېرمنې پر غوښتنه برلین ته انتقال شو.

روسي ډاکترانو ویلي چې ناوالني نه‌دی مسموم شوی، بلکې د شکرې د لوړېدو له کبله کوما ته تللی دی. د روسي ډاکترانو دا موندنې اروپايي هېوادونو رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG