د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۲۶

د شپږیزې لیګ اوم پړاو سیالۍ؛ کابل بازانو پایلوبې ته لاره پیدا کړه


کابل بازانو لوبډله

د شپږیزې لیګ اوم پړاو سیالیو د نن ورځې په لومړۍ نیمه پایلوبه کابل بازانو میس عینک اتلانو ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د سیالۍ پچه کابل بازانو لوبډلمشر وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، میس عینک اتلانو په ټاکلو شلو اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې هدف وټاکه.

د میس عینک په توپ وهونکو کې حشمت الله شهیدي د پنځه شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په وهلو تر نورو ډېرې ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، تر څنګ يې غمي ځدارڼ ۴۶ او شهزاد محمدي ۴۰ منډې وکړې خو د دوی دومره ډېرو منډو هم میس عینک لوبډله له ماتې ونه ژغورله.

که څه هم فکر کېده چې کابل بازان به یاد هدف ته په رسېدو کې له سختو ستونزو سره مخ شي خو د نورعلي ځدراڼ ۶۸ او د عظمت الله عمرزي ۶۲ منډو کابل بازان تر پایلوبې ورسول.

د نن ورځې په دوهمه نیمه پایلوبه کې بسټ ساتونکي او بند امیر ښاماران سره مخامخ دي.

د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به سبا په درېیمه نیمه پایلوبه کې له میس عینک اتلانو سره مخ کېږي او ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته لاره پیدا کوي.

د دې سیالیو پایلوبه د روانې میاشتې په ۱۶ نېټه د کابل په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG