د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۱۱

بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه پنځمې اوونۍ ته وغځېدل


په بلاروس کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د ۲۶ کلن واک پر ضد اعتراضونه

پر الکساندر لوکاشینکا ورځ تر بلې فشارونه زیاتېږي چې بلاروس کې له سره ټاکنې وکړي، پرون هم لسګونه زره بلاروسیان پلازمېنه مېنسک او یو شمېر نورو ښارونو کې په همدې هدف مظاهرو ته راووتل.

د لوکاشینکا د ۲۶ کلن واک پر ضد دغه اعتراضونه پنځمې اوونۍ ته وغځېدل.

مظاهره‌چیانو پرون 'ژوندی دې وي بلاروس' شعارونه ورکول او سور او سپین رنګه بیرغونه‌یې لېږدول، دا بیرغ د لوکاشینکا پر ضد د اپوزېسیون سمبول ګرځېدلی.

بلاروس کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد لاریونونه
بلاروس کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد لاریونونه

لوکاشینکا له خپلو مخالفانو سره له خبرو کولو ډډه کړې او د بیا ځلي انتخاباتو غوښتنې یې رد کړې دي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې دغلته د پنځه اوونیو اعتراضونو پر مهال تر شپږ زرو پورې کسان زنداني او یو شمېر یې وهل او شکنجه شوي دي.

د پلازمېنې مېنسک پر سړکونو زغره‌وال او نور پوځي موټر ځای پر ځای شوي او امنیتي ځواکونو د پرونۍ مظاهرې یو شمېر ګډونوال هم نیولي دي.

د بلاروس د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پولیسو شمېر یې د دې لپاره زیات کړی چې د اعتراضونو پر مهال د دوی په ټکو د 'ناقانونه کړنو ' مخه ونیسي.

پولیسو ویلي، ۲۵۰ تنه‌یې د سره او سپینو بیرغونو، بنرونو او یوه سپکوونکي شعار د لېږدولو په تور نیولي دي.

د پولیسو له‌خوا نیول شوي لاریون کوونکي
د پولیسو له‌خوا نیول شوي لاریون کوونکي

دغه اعتراضونه بلاروس کې د اګسټ د نهمې انتخاباتو وروسته پیل شوي، هغه ټاکنې چې له مخې یې لوکاشینکا د ۸۰ فیصده رایو په ګټلو د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان شو، خو مخالفین‌یې دا رایې له درغلیو ډکې بولي او نه‌یې مني.

دغه مظاهرې د دې ښکارندویي کوي چې د سیاسي اپوزېسیون فعالان او د منځنۍ طبقې خلک له نیولو، وهل ټکولو او نورو ډاروونکو هڅو وېره نه‌لري او خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG