د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۷

نن 'کابل بازان-سپین غر زمریان' او 'امو نهنګان -بست ساتونکي' سره لوبه کوي


د سپین غر زمریان او امو نهنګانو کرکټ لوبډلې

شپږیزه کرکټ لیګ په روانو سیالیو کې به نن (د سپټمبر په ۱۳مه) د کابل بازان د سپین غر له زمریانو او د امو نهنګان د بست له ساتونکو سره مخامخ شي.

لومړۍ لوبه د سهار په نهو بجو او دوهمه ماسپښین پیلېږي. د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک بېګا ازادي راډیو ته وویل چې څلور پیاوړې لوبډلې سره مخامخ کېږي.

د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د سپټمبر په ۶مه پيل شوې او د دې لړۍ د پای لوبه د چهارشنبې په ورځ ده.

XS
SM
MD
LG