د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۳۴

خبرونه

قطر کې د سولې مذاکراتو پیل؛ کابل کې د افغانیو نرخ لوړ شوی

قطر کې د سولې مذاکراتو د تالار یو انځور

په کابل کې د اسعارو د بدلونو مارکېټ (شهزاده سرای) مسؤولین وايي، په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په پیلېدو سره به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو نرخ لوړ شي.

د دغه مارکیټ مرستیال حاجي دادګل نن ازادي راډيو ته وویل چې اوس یې یو څه اغېز احساسېږي.

هغه زیاته کړه: "کله چې د پنجشنبې په ورځ مارکېټونه تړل کېدل وروستي نرخونه ۷۷ افغانۍ وه چې کله د سولې خبرې نن سهار پیل شوې اوس د ډالرو نرخ ۷۶ او ۵۰ ته رسېدلی."

دوی د سولې خبرې په افغانستان کې د هر ډول سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او پرمختګ لپاره مهم ګڼي.

د سولې بین الافغاني خبرې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: بین‌الافغاني خبرو کې د منځګړي په نوم څوک نه‌شته

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم

طالبان وایي، که اړتیا پېښه شي قطر کولای شي د مذاکراتو له هر لوري سره په انفرادي توګه خپل نظر او مشورې شریکې کړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګوندې قطر او یو شمېر نور هېوادونه به په خبرو کې د په ټپه ولاړ حالت ماتېدو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، بین‌الافغاني خبرو کې د منځګړي په نوم څوک نه‌شته او پرېکړه د مرکچي ټیمونو صلاحیت دی.

په همدې حال کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي، تر اوسه هم خبرو کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

د دوحې خبرې د سپټمبر په ۱۲مه پیل شوي، خو تر اوسه دواړه لوري د عمومي خبرو پر اجنډا او تګلارې نه‌دي سلا شوي.

مېنسک کې سلګونه ښځو بیا د لوکاشینکا ضد مظاهره وکړه

د بلاروس پلازمېنه مېنسک کې اعتراض کوونکې

د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې نن سلګونه ښځو بیا مظاهره وکړه.

مظاهره‌چیان اوس هم له واکه د الکساندر لوکاشینکا لیرې کول غواړي.

دا مظاهرې یوه ورځ وروسته تر هغې کېږي چې لوکاشینکا له نویو ګمارل شویو امنیتي چارواکو سره وکتل او د معترضانو په وړاندې یې د "شدیدو" اقداماتو خبرداری ورکړ.

لوکاشینکا تازه د کورنیو چارو وزارت چارواکي بدل کړي او خپلې پولې یې تر یوې کچې وتړلې.

بلاروس کې د اګسټ د نهمې له ټاکنو وروسته اعتراضونه پیل شوي، دغو ولسمشریزو ټاکنو کې لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان شو، خو مخالفان‌یې نه‌مني.

الماتا کې د بشري حقونو سلګونه فعالانو اعتراض وکړ

ارشیف، الماتا کې اعتراض

د قزاقستان په لوی ښار الماتا کې د بشري حقونو سلګونه فعالانو اعتراض وکړ.

شاوخوا ۳۰۰ فعالانو نن په دغې راټولېدنه کې د سیاسي اصلاحاتو او دغه‌راز سیاسي انګېزو له مخې د عدلي تعقیب د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

الماتا کې چارواکو په یوه بې‌ساري اقدام کې د دغې میاشتې په پیل کې دې اعتراض ته اجازه ورکړه.

له دې وړاندې دوه ځله فعالانو د اعتراض غوښتنه کړې وه، خو چارواکو اجازه نه‌وه ورکړې.

د دغه هېواد د قانون له مخې، هر سیاسي حرکت باید د چارواکو له اجازې وروسته ترسره شي، په منځنۍ اسیا او بهر کې ډېر خلک په دې باور دي چې دغه قانون د خلکو له مدني حق نه سرغړونه ده.

روسیه: که جګړه ارمنستان ته ورسېږي ایروان ته 'اړینه' مرسته برابروو

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه

روسیه وایي، که د نګورنو قره‌باغ پر سر د ارمنستان او اذربایجان جګړه، د ارمنستان خاورې ته ورسېږي، روسیه به ایروان ته "اړینه" مرسته برابره کړي.

دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې کړې او له دواړو خواوو غوښتل شوي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین نه وغوښتل چې د امنیتي مرستې په اړه بېړني بحثونه پیل کړي.

په بیان کې راغلي، پاشینیان پوتین ته په خپل لیک کې ویلي چې تاوتریخوالی د ارمنستان پولې ته نږدې شوی، په داسې حال کې چې ترکیه له اذربایجانه ملاتړ کوي.

ارمنستان او اذربایجان یوه ورځ مخکې هوکړه وکړه چې د ملکیانو د هدف ګرځولو مخه باید ونیسي او نور بېړني ګامونه هم پورته کړي.

تازه راپورونه وایي چې نن هم د داوړو لورو ترمنځ جګړه شوې ده.

دغه جګړه د سپټمبر په ۲۷مه ونښته او تر اوسه درې ځله اعلان شوی اوربند هم مات شوی دی.

'تېرو نږدې دوو میاشتو کې د طالبانو حملو کې ۲۶۱ ملکیان وژل شوي'

ارشیف، ننګرهار کې د یوې انتحاري حملې له امله ټپي شوی کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، تېرو نږدې دوو میاشتو کې ۲۶۱ ملکیان د طالبانو د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

د وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغو د ده په ټکو "یرغلیزو" بریدونو کې له ۶۰۰ ډېر ولسي وګړي ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "طالبانو ۵۰ ورځو کې نږدې ۲،۰۰۰ یرغلیز بریدونه کړي دي، د دې بریدونو له کبله ۸۶۳ ملکیان وژل او ټپیان شوي دي، دغو ۵۰ ورځو کې څه باندې دوه زره طالب ترهګر هم وژل او ټپیان شوي دي."

په افغانستان کې جګړه د سولې له خبرو سره سره توده شوې، خو د تودېدو پړه‌یې دولت پر طالبانو او طالبان‌یې برعکس پر حکومتي ځواکونو اچوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، د ملکیانو د وژلو عاملین د ده په ټکو امنیتي ځواکونه دي چې بېلابېلو ولایتونو کې عملیات کوي.

مجاهد وویل چې له هلمند او تخار وروسته تازه حکومت په فاریاب کې د دوی په ضد عملیات پيل کړي دي.

د ارزګان د ملي امنیت ریاست مرستیال له طالبانو سره جګړه کې ټپي شو

غلام قادر کمین

په ارزګان کې د ملي امنیت ریاست مرستیال غلام قادر کمین له طالبانو سره جګړه کې ټپي شوی دی.

د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل چې دغه جګړه تېره شپه دهراوود ولسوالۍ کې شوې او ښاغلی کمین په پښه په مرمۍ لګېدلی دی.

ښاغلی ساحل زیاتوي: "د ملي امنیت مرستیال په ډزو کې ټپي شوی دی، وضعیت‌یې د اندېښنې وړ نه‌دی او روغتیا یې ښه ده."

د راپورونو له مخې دهراوود له څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې ډګر ګرځېدلی دی.

پرون چارواکو وویل چې د تازه دمه سرتېرو په ورسېدو، طالبان د ولسوالۍ له بازار او شاوخوا سیمو په شا شوي دي.

د ناټو ملکي استازی: د ښځو حقونه او ګډون سولې ته د رسېدو پیاوړې وسیله ده

ستېفانو پونتېکورو

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وایي، د ښځو حقونه او ګډون کوم غوراوی او د خبرو وړ څیز نه، بلکې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوه پیاوړې وسیله ده.

ستیفانو پونتېکورو دغه خبرې نن د ښځو، سولې او امنیت لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک د ۲۰مې کلیزې په مناسبت یوه وېډیویي پيغام کې کړې دي.

ده ویلي، ناټو داسې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي چې ټولو ته‌یې ګټه ورسېږي.

ښاغلی پونتېکورو زیاتوي: "نن ښځې په امنیتي لیکو، مدني ټولنو، سیاست، ژورنالیزم، اقتصاد، سپورټ، ساینس او هنر په برخو کې فعالیت کوي، ټولنه کې د دوی ګډون د تل لپاره د افغانستان مخ بدل کړی دی، تلپاتې سوله باید د دوی د لاسته راوړنو پر بنسټ جوړه، د دوی حقونه خوندي او داسې چوکاټ رامنځته کړي چې ښځې د برابرۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکړي."

د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو یوې ډلې هم کابل کې دغه ورځ لمانځلې او یو ځل بیا یې مېرمنو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی

میوند قول اردو: هلمند کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ووژل شو

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

افغان پوځي چارواکي وایي چې په هلمند کې یې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال وژلی دی.

۲۱۵ میوند قول اردو په خبرپاڼه کې څرګندوي چې ملا امان‌الله له اتو نورو طالبانو سره د ناوې ولسوالۍ په خسراباد سیمه کې د جمعې په ورځ د هوایي برید پر مهال ووژل شو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

چارواکي: کندز کې ۴ طالبان خپل جوړ کړي ماین وژلي

ارشیف، د کندز پولیس

په کندز کې د پوځي چارواکو په وینا څلور طالبان هغه ماین وژلي دي چې خپله‌یې جوړ کړی و.

په شمال ختیځ زون کې د پامیر ۲۱۷ قول اردو مرستیال ویاند عبدالهادي جمال وایي، څلور طالبان د جمعې په ورځ د (نواباد اندرابي) په کلي کې چې د خان‌اباد مربوط سیمه ده د ماین د چاودنې پر مهال ووژل شول او دوه تنه‌یې ټپیان شول.

طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ګرجستان کې نن پارلماني انتخابات دي

ګرجستان کې پارلماني انتخابات

په ګرجستان کې نن پارلماني انتخابات دي. خلک به پرېکړه وکړي چې حاکم ګوند د درېیم ځل لپاره بیا هم خپل حکومت جوړ کړي که څرنګه؟

په ګرجستان کې د جون په میاشت کې په انتخاباتي سیستم کې تغییر راغی او هدف‌یې دا دی چې تر ډېره په واک کې د یوې سیاسي ډلې د پاتېدو مخه ونیسي.

د ګرجستان د پارلمان ۱۵۰ څوکۍ دي.

امریکا کې د کرونا ویروس نږدې یو لک نوې پېښې ثبت شوې

ارشیف، امریکا کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته کسانو د موندلو په لټه کې

د امریکا متحد ایالاتو کې د کرونا ویروس نږدې یو لک نوې مثبت پېښې ثبت شوې دي.

له دې سره د جمعې تر ورځې په متحده ایالاتو کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر تر نهه میلیونو واوښت.

دا شمېرې په داسې وخت کې خپرې شوې دي چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته درې ورځې پاتې دي.

بل لور ته په اروپا کې اوس د ورځې د کرونا تر دوه لکه ۴۰ زره ډېرې مثبت پېښې ثبتېږي.

په فرانسه کې پرون د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولبند اعلان شو او تمه ده چې سر له بل سبا په بلجیم کې هم ټولبند اعلان شي.

افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش او ځینو نورو هېوادونو کې د فرانسې ضد مظاهرې

کابل کې د فرانسې ضد پرونۍ مظاهره

لسګونه زره کسانو پرون په افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې د فرانسې په ضد مظاهرې وکړې.

دوی د اسلام د پیغمر حضرت محمد د کاریکاتور د خپرولو له حقه د فرانسې د دفاع په غبرګون په غصه دي.

په فرانسه کې بیا ګڼ اضافي پوځیان د امنیت د تأمین لپاره ځای پر ځای شوي.

ولسمشر امانوئل مکرون جمعه د نیس ښار هغه سیمه ولیده او خلکو ته‌یې خبرې وکړې چې په‌کې یوه بریدګر درې تنه د چړې په ضربو وژلي و. مکرون دا یوه "اسلامي ترهګریزه حمله" وبلله.

مکرون وویل چې فرانسه د خپلو ارزښتونو په خاطر تر برید لاندې راغلې.

نامعلومو وسله‌والو کندهار کې یو مخکېنی څارنوال وواژه

ارشیف، د کندهار پولیس

نامعلومو وسله‌والو د شبیر احمد قیومي په نوم د کندهار یو مخکېنی څارنوال په ډزو سره وژلی دی.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې پر شبیر احمد قیومي باندې دوه موټرسایکل سپرو وسله‌والو د ښار په نهمه حوزه کې ماسپښين مهال برید کړی او هغه‌یې وژلی دی.

قیومي څو کاله مخکې د کندهار د استېناف څارنوال، مدافع وکیل او یو ځل ولسي جرګې ته کاندید هم و.

د هغه د وژل کېدو مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

ترکیې او یونان کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۱۹ ته ورسېد

ترکیه کې د زلزلې له امله ویجاړ شوې ودانۍ

په ترکیه او یونان کې د زورورې زلزلې له امله د وژل شویو خلکو شمېر ۱۹ ته رسېدلی.

ډېره مرګ‌ژوبله د ترکیې په ازمیر کې راپور شوې.

د ترکیې چارواکو د شپې ناوخته تأیید کړه چې هلته د مړو شویو خلکو شمېر ۱۷ ته پورته شوی او د ټپيانو شمېر له ۷۰۰ کسانو اوښتې ده.

د یونان په ساموس ټاپو کې د ۲ کسانو د وژل کېدو او د ۱۹ نورو د ټپي کېدو خبره تأیید شوې ده.

د دې زورورې زلزلې مرکز د اژه سمندرګی بلل شوی چې څپې یې ان په استانبول او یونان کې حس شوي.

امریکا د دې زلزلې اندازه اووه درجې ښودلې، خو ترکیې د ریښتر په کچه ۶،۶ اعلان کړې.

ترکیه په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې ده چې پخوا هم خطرناکه زلزلې په‌کې تېرې شوي.

تېره جنوري په ایلاژيک ښار کې یوې زلزلې ۳۰ کسان مړه او څه باندې ۱،۶۰۰ نور کسان‌یې ټپیان کړل.

د ترکیې په ازمیت «Izmit» ښار کې د ۱۹۹۹ کال زلزله تر ټولو خونړۍ بلل کېږي چې په‌کې ۱۷ زره کسان مړه شوي و.

د افغانستان د بایسکل چلونې ملی ټیم لوبغاړي پاکستان ته تللي

ارشیف، یو شمېر افغان بایسکل چلوونکي

د افغانستان د بایسکل چلونې د ملی ټیم لوبغاړي پاکستان ته تللي څو له اسلام‌اباد تر مري په یو لړ سیالیو کې برخه واخلي.

د بایسکل چلونې د فدراسیون مشر فضل احمد فضلي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان ۱۲۰ کورني ټیمونه او د افغانستان د ملي ټیم شپږ لوبغاړي په دې لوبه کې ګډون کوي چې یکشنبه له اسلام‌اباد تر مري ترسره کېږي.

فضلي هیله وښوده چې افغان لوبغاړي اتلولۍ ته ورسېږي.

دی زیاتوي: "موږ چې ټیم غوره کاوه همدا هدف و او ځکه مو لېږلی چې موږ به دا وار له پاکستانه اتلولي راوړو، خو بیا هم لوبې دي د هغوی خپل مُلک دی لږ به ستونزمن وي زموږ لوبغاړو ته."

د بایسکل چلونې د فدراسیون رئیس په خبره چې افغان لوبغاړو دې لوبې ته له مخکې ډېر تمرینونه کړي او د افغانستان یو ټور یې وهلی دی.

فضلي وویل په پاکستان کې د هلکانو تر دې لوبو وروسته به په افغانستان کې د "ملالې" په عنوان د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ هم ترسره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG