د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

ټرمپ: د هغو ترورېستانو له تعقیبه لاس نه اخلو چې امریکا ته ګواښ پېښوي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې د قربانیانو د یاد مراسمو ته د وینا پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې د قربانیانو د یاد مراسمو ته د وینا پر مهال.

په امریکا کې پرون د سپټمبر د ۱۱مې د حملې د قربانیانو د یاد مراسم د کرونا له وباد د ډار په سیوري کې ترسره شول.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او د هغه مېرمن پنسلوانیا ته تللي وو او هلته‌یې په مراسمو کې برخه واخیسته.

ډونالد ټرمپ وویل چې د امریکا ولس به پر خپلو ارزښتونو ولاړ او متحد پاتې شي او بیا به ترورېستان دا موقع پيدا نه‌کړي چې د امریکا په خاوره کې هغسې حملې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په پنسلوانیا کې د هغو ۴۰ کسانو د درناوي په مراسمو کې خبرې وکړې چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه پر امریکا په ترورېستي حملو کې په ۹۳ نمبر پرواز کې ووژل شوو.

ډونالد ټرمپ وویل چې له هغې ورځې راهیسې، تر ۶ میلیون زیاتو امریکایانو، ښځې او نارینه د امریکا په وسله‌والو ځواکونو کې شامل شوي او له هغه راهیسې ۷،۰۰۰ پوځيان د ټرمپ په وینا، د امریکا له ازادۍ په دفاع کې وژل شوي دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښه
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښه

هغه ټینګار وکړ چې امریکا به هېڅکله د هغو ترورېستانو له تعقیبه لاس وانه‌خلي چې د امریکا خلکو ته ګواښ پېښوي.

ډونالد ټرمپ وویل: "زموږ سپېڅلې دنده، زموږ حقیقي مسؤلیت او زموږ کلک تعهد دا دی چې د هغو زړورو خلکو په لار به ځو چې چې ۱۹ کاله مخکې یې خپل ژوند زموږ لپاره قربان کړ. موږ به د هغوی په یاد کې، د واحد امریکايي ولس په توګه سره متحد پاتې کېږو."

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا پر متحده ایالاتو په څو ځایونو کې حملې وشوې چې یوه‌یې په پنسلوانیا کې د ۹۳ پرواز الوتکه وه او شانکسوېل په نوم په یوه سیمه کې راوغورځېده.

په الوتکه کې لږترلږه ۴۰ تنه ووژل شوو.

د القاعده شبکې ترورېستانو په هغه ورځ ۴ الوتکې وتښتولې او پر نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې یې حملې وکړې.

په هغه ورځ په امریکا کې نږدې ۳،۰۰۰ تنه ووژل شوو. دا په امریکا کې تر ټولو خونړۍ حمله بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG