د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۱۳

سپین غر پړانګان-بند امیر ښاماران او بست ساتونکي-مس عینک اتلان لوبه کوي


ارشیف، سپین غر پړانګان او امو نهنګان کرکټ لوبډلې

د شپږیزې کرکټ لیګ په لړۍ کې به نن جمعه لومړۍ لوبه د سپین غر پړانګانو او د بند امیر ښامارانو او دوهمه لوبه د بست ساتونکو او د مس عینک اتلانو ترمنځ د افغانستان د کرکټ بورډ په نړیوال لوبغالي کې وشي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د شپږیزې په لړۍ کې تر اوسه اته لوبې شوې دي.

د راتلونکو دوو لوبو په اړه چې د شنبې په ورځ کېږي، ښاغلي هوتک وویل: "د سپټمبر په ۱۲مه د شنبې په ورځ به د سهار له‌خوا د کابل بازان د بندامیر ښارامارانو او د ماسپښین له‌خوا د امو نهنګان د مس عینک له اتلانو سره مخامخ کېږي."

د شپږیزې د لیګ سږ کال اووم کال دی او ټاکل شوې چې د دې لیګ سیالۍ به د سپټمبر تر ۱۶مې پورې روانې وي.

ښاغلی هوتک وايي، د شپږیزې د لیګ په ټولو لوبو کې د کرونا ویروس د مخنيوي لپاره د افغانستان د روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان سپارښتنې په پام کې نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG