ټاکل شوې چې نن (د وږې ۱۹مه) د سهار په نهه نیمو بجو 'د امو نهنګان' د 'بند امیر ښامارانو' او د ماسپښین په یوه نیمه بجه د مس عینک اتلان د 'سپین غر زمریانو' سره مخامخ شي.
په کابل کې د شپږیزي لیګ د اووم دور سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې. د دې لړۍ پایلوبه د سپټمبر په ۱۶مه ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د نجیب ترهکي روغتیايي وضعیت ښه دی.
ترهکی د شپږیزه لیګ په پرونۍ سیالۍ کې د ډګر ساتنې په وخت کې سخت ټپي شو.
کرکټ بورډ پر فېسبوک په دې لنډ یادداشت کې نور جزئیات نهدي ورکړي، خو لیکلي یې دي چې نجیب ترهکی به ژر لوبو ته ستون شي.