د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۰

سوتلانا تیخانوفسکایا د بلاروس په اړه د اروپایي شورا یوې غونډې ته وینا کوي


اروپايي شورا

د بلاروس د اپوزېسیون مشره چې په لتوانیا کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، نن د اروپایي شورا یوې غونډې ته وینا کوي.

دا به په بلاروس کې د اګسټ د نهمې نېټې د ټاکنو او تر هغه راوروسته وضعیت په اړه خبرې وکړي.

سوتلانا تیخانوفسکایا یوه ورځ وروسته تر دې د اروپایي شورا غونډې ته وینا کوي چې د بلاروس د اپوزېسیون د اغېزمنو مشرانو له ډلې یوه تري تمه شوې ده.

د اروپایي پارلمان رئیس ریک ډایمز به هم په نننۍ غونډه کې برخه واخلي. ده په وروستیو کې په بلاروس کې د یوه همه شموله سیاسي ملي پروسې غوښتنه کړې ده.

بلاروس د اروپایي شورا غړیتوب نه‌لري، خو له ۱۹۹۷ کال راپه دې خوا چې د مېلمه په توګه‌یې د بلاروس غړیتوب په اروپایي شورا کې ځنډول شوی دی، دغه شورا په دوامدار ډول د بلاروس له چارواکو سره په ارتباط کې ده او ډېر کله د بلاروس سیاستوالو ته په خپلو غونډو کې د ګډون بلنه ورکوي.

سوتلانا تیخانوفسکایا
سوتلانا تیخانوفسکایا

د تېرې میاشتې په ټاکنو کې تیخانوسکایا د بلاروس په ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پسې دوهم ځای خپل کړ، خو اپوزېسیون وویل چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې دي او تر دې وروسته پراخې مظاهرې وشوې.

اعتراض کوونکو د لوکاشینکا د استعفا او د انتخاباتو د بیا ترسره کولو غوښتنه وکړه.

لوکاشینکا چې له ۲۶ کلونو راهیسې ولسمشر دی د اپوزېسیون خبره رد کړې ده او ویلي یې دي چې نه له دوی سره خبرو ته چمتو دی او نه هم بیا ټاکنې ترسره کوي.

تیخانوسکایا په داسې وخت کې د اروپایي شورا غونډې ته وینا کوي چې یوې خپلواکې سرچینې د عیني شاهدانو په وینا خبر ورکړ چې ماریا کالیسني کافا چې د اپوزېسیون د شورا غړې ده د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه مېنسک کې اختطاف شوه او د ناپېژندل شویو کسانو له لوري یوه موټر ته انتقال شوه.

بلاروس کې اعتراض کوونکي
بلاروس کې اعتراض کوونکي

د بلاروس د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوی له دې پېښې خبر نه‌دي.

بل لور ته نن د بلاروس سرحدي ځواکونو وویل چې د اپوزېسیون درې تنه جګپوړي کسان اوکراین ته واوښتل.

د خبر له مخې د اپوزېسیون د رئیسه هیات درې غړي د ماریا کالیسني کافا په ګډون د سهار د پنځو بجو خوا ته د هومیل په سیمه کې د اوکراین لور ته تېر شول.

XS
SM
MD
LG