د کرکټ د شپږیزې لیګ په درېیمه ورځ نن د کابل بازانو ټیم د مس عینک اتلانو ټیم ته ماتې ورکړه.
پچه د کابل بازانو وګټله او مس عینک تهیې د بېټنګ بلنه ورکړه.
مس عینک په ۲۰ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳منډې وکړې.
خو د کابل بازانو ټیم وکولای شوای چې په ۱۹ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه کړي.
نن د غوره لوبغاړي جایزه نورعلي ځدراڼ ته ورکړ شوه.
نن بله لوبه د بست ساتونکو او بند امیرښاماران ترمنځ وي.
د شپږیزې لیګ سږکال اووم کال دی او ټاکل شوې چې د دې لیګ سیالۍ اته ورځې نورې هم دوام وکړي.