د کرکټ د شپږیزې د لیګ په درېیمه ورځ نن څلورمه لوبه د مس عینک اتلانو او د کابل بازانو د لوبډلو ترمنځ روانه ده.
پچه د کابل بازانو وګټله او مس عینک تهیې د بېټنګ بلنه ورکړه.
مس عینک په ۲۰ اوورونو کې ۱۶۳ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل.
نن به دوهمه لوبه د بند امیر د ښامارانو او د بست د ساتونکو د لوبډلو ترمنځ وي. په پرونیو دوو سیالیو کې د سپین غر بازانو د امو نهنګانو ته او د بست ساتونکو د کابل بازانو ته ماتې ورکړه، خو لومړۍ لوبه مس عینک د بند امیر له ښامارانو وګټله.
د شپږیزې د لیګ سږ کال اووم کال دی او ټاکل شوې چې د دې لیګ سیالۍ د سپټمبر تر ۱۶مې پورې دوام وکړي.