د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۲۸

بلومبرګ: افغانستان ته د پاکستان صادرات ۴۰ فیصده کم شوي


بهرنۍ ورځپاڼې
  • مېل انلاین

د بریتانیا انلاین خپرونې مېل انلاین په خپله یوه تازه ګڼه کې پر دې موضوع لیکنه خپره کړې چې "د افغانستان حکومت به د افغانانو په خپلمنځي مذاکرو کې د اوربند پر موضوع ټینګار وکړي."

یوې سرچینې خپرونې ته ویلي چې دغه مذاکرې ښايي د اوږدې مودې لپاره وغځېږي.

تر اوسه په قطر کې د کېدونکو بین‌الافغاني مذاکرو لپاره کومه مشخصه نېټه نه‌ده ټاکل شوې او دواړو لورو داسې اشارې ورکړي چې ښايي ژر پیل شي.

د خپرونې په حواله، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د حکومت مذاکره کوونکی ټیم به په هېواد کې د دایمي اوربند پر ټینګېدو ټینګار وکړي.

امرالله صالح دا هم ویلي چې د حکومت مذاکره کوونکې ډله له تېرې جمعې قطر ته د تګ لپاره تیاره ده، خو لومړی باید د طالبانو مذاکره کوونکې ډله چمتو او لوژستیکي ستونزې حل شي.

د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل په وړاندې یو خنډ د بندیانو په تبادله کې اختلافات وو، خو دغه اختلافات وروسته یوازې د ۶ یا هم ۷ طالب بندیانو پر سر محدود شول، وروسته پرېکړه وشوه چې دغه لانجمن طالب بندیان قطر ته انتقال شي.

  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت د کمېدو پر ستونزه لیکنه خپره کړې.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات په تېرو درېیو کلونو کې ۴۰ فیصده کم شوي.

په ۲۰۱۸م کال کې د دغو صادراتو اندازه یو میلیارد او ۶۴۰ میلیونه ډالرو ته رسېده چې په ۲۰۱۹م کال کې د دغو صادراتو اندازه څه باندې یو میلیارد ډالرو او په ۲۰۲۰م کال کې یې اندازه ۸۸۹ میلیون ډالرو ته راکمه شوه.

بلومبرګ خپرونه په خپل تحلیل کې وايي، اوس چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت راکم شوی، په ګمرکي طرزالعملونو کې ځنډ ښايي د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه تجارتي موافقه په خطر کې واچوي.

د افغانستان حکومت شکایت لري چې پاکستان هر کال د افغانستان د مېوو د رسېدو پر وخت افغان سوداګرو ته بېلابېلې ستونزې ایجادوي، یا خپلې دروازې د مالونو پر مخ تړي، یا تعرفه لوړوي یا هم د تجارتي تړونونو خلاف نورې اضافه غوښتنې مطرح کوي.

خو بلومبرګ خپرونه زیاتوي، اوس د پاکستان په بندرونو کې له پنځو میاشتو راهیسې په بېلابېلو مالونو بار ۹،۰۰۰ کانټینرونه چې ارزښت‌یې ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، د ګمرکي او نورو ستونزو له کبله بند پاتې دي.

د صادراتو د ځنډ یو علت دا دی چې د کرونا تر وبا مخکې به د پاکستان ګمرکي چارواکو یوازې ۵ فیصده مالونه کنټرولول، خو اوس ټول چک کوي، بله دا چې دوی غواړي په ټولو لاریو کې داسې وسایل ولګول شي چې دا لارۍ په اسانه تعقیبېدلای شي.

XS
SM
MD
LG