د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۲۹

نړۍ

د بلاروس د رژیم مخالفان: د ورکې شوې نیکافا په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو

بلاروس کې لاریون کوونکي

د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د رژیم مخالفان وايي چې په مېنسک کې د دوی د ورکې شوې همکارې په اړه‌یې هېڅ معلومات نه‌دي ترلاسه کړي.

یوې خپلواکې رسنۍ د شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په اوومه نېټه مول وهلو کسانو په مېنسک ښار کې د بلاروس د رژيم د مخالفانو د هماهنګۍ شورا یوه غړې ماریا کالیس نیکافا یوه موټر ته واچوله او موټر له هغه ځایه وتښتېد.

د بلاروس د کورنیو چارو وزارت او د دې هېواد د تحقیق کمېټه وايي چې د دې ښځې په اړه هېڅ معلومات نه‌لري. د بلاروس د رژيم یوه بله پېژندل شوې څېره په داسې حال کې ورکه شوې چې د دې هېواد د حکومت پر وړاندې اعتراضونو ۳۰مه ورځ هم دوام وکړ.

مخالفان غواړي چې د اګسټ د نهمې د انتخاباتو نتایج لغوه شي چې په‌کې الکساندر لوکاشینکا ګټونکی اعلان شو، خو لوکاشینکا وايي چې انتخابات‌یې ګټلي دي او له قدرته به لیرې نه‌شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اذربایجان او ارمنستان د شخړې د هواري لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو دوام

نګورنو قره‌باغ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په نګورنو قره‌باغ سیمه کې د شخړې د هواري ډیپلوماتیکې هڅې دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دواړه لوري هڅولي چې د اوربند د ماتولو له هڅو وروسته، سیاسي حل لاره پیدا کړي.

د امریکا په منځګړیتوب دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۶مه، له ماتې سره مخامخ شوې.

په همدې حال کې کرملېن ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره پر ټیلیفون د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اوربند پر ټینګښت خبرې کړې دي.

په سرحدي سیمه نګورنو قره‌باغ کې د پيل شوې جګړې څه باندې میاشت ووته، خو د سیمې او نړیوالو هېوادونو له هڅو سره سره دواړه خواوې تر اوسه د جګړې په پای ته رسېدو نه‌دي بریالي شوي.

د ایران د پارلمان مشر په کرونا ویروس اخته شوی

محمد باقر قالیباف

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په کرونا ویروس اخته شوی دی.

قالیباف نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ځان‌یې قرنطین کړی دی.

ده ویلي، د خپل قرنطین له ځای نه به کار ته دوام ورکوي.

په منځني ختیځ کې ایران د کرونا وبا له کبله تر ټولو بد حالت لري.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې ۵۸۰ زره ایرانیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۳۳ زره مړه شوي دي.

ویل کېږي چې په کرونا د اخته شویو او له دې کبله د مړو شویو نارسمي شمېرې به څو برابره زیاتې وي.

په امریکا کې یوه ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي

آرشیف

په امریکا کې نن یوه ډېره ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي.

د دغې مجسمې ارزښت، چې یوه سویسي هنرمند البیرتو جیوکومیتي جوړه کړې، څه باندې ۹۰ میلیونه ډالر ښودل شوی.

د مجسمې د اخیستلو لپاره تر پرونه (د اکتوبر تر ۲۷مې) پېرېدونکو فرصت درلود چې خپلې بیې د پلور کمېټې ته وسپاري.

د (ګرانډ فیمي ۱) مجسمه دوه متر او شپږاویا سانتي متره قد لري چې په ۱۹۶۰ مو کلونو کې جوړه شوې ده.

له دې وړاندې د همدغه هنرمند جیوکومیتي له خوا جوړه شوې یوه مجسمه په ۲۰۱۵ کال کې په ۱۴۱ میلیونه ډالرو خرڅه شوه.

امریکا په نګورنو قره باغ کې د اوربند رعایتول غوښتي

نګورنو قره باغ کې د روانو نښتو یو انځور

ارمنستان او اذربایجان یو او بل د امریکا د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب له نافذ شوي اوربنده په سرغړونه تورنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پولې ته څېرمه پر لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ د یوې میاشتې جګړه سخته شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د ارمنستان او اذربایجان له رهبرانو د اوربند د رعایتولو غوښتنه وکړه.

خو پرون دوشنبه دغه اوربند تر نافذېدو لنډه شېبه وروسته مات شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بالکان حوزې ته خپل سفر نیمګړی پرېښود

سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې بالکان حوزې ته خپل سفر نیمګړی پرېښود، چې معلومه شوه، په کویډ۱۹ ناروغۍ له یوه اخته کس سره له نږدې په تماس کې پاتې شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې ۷۰ کلن سرګي لاوروف که څه هم د بهترۍ احساس کوي، خو بیا یې هم احتیاطاً ځان په خپله نورو خلکو منزوي کړی دی.

لاوروف د دوشنبې په ورځ له یونان څخه روسیې ته ستون شو.

هغه غوښتل نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه بوسنیا هرزګوینا او سربیا ته هم لاړ شي.

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ حیدراباد لوبډلې ډیلي ته ماتې ورکړه

د حیدراباد لوبډله

د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې سنرایزرز حیدراباد ټیم وتوانېد ډیلي کاپیټلز ټیم ته ماتې ورکړي.

لوبه سنرایزرز حیدراباد پیل کړه، چې په شلو اوورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل ټیم ته د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه.

ډیلي کاپیټلز ټیم چې ټول لوبغاړي یې په نولسم اوور کې وسوځېدل یوازې د ۱۳۱ منډو په کولو بریالی شو.

په دغې سیالۍ کې تر ټولو ښه توپ اچونه د افغان لوبغاړي راشد خان وبلل شوه، چې په څلورو اوورونو کې یې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۷ منډې یې ورکړې.

نن د ممبۍ انډیانز او رویال چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ مسابقه کېږي.

ممبۍ انډیانز ټیم د ۱۴ نومرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی.

چک جمهوریت کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره نوې پرېکړه شوې

آرشیف

چک جمهوریت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوې پرېکړې کړي دي.

سبا له نیمې شپې وروسته به په چک جمهوریت کې د شپې له نهو د سهار تر پنځو بجو ګرځبندیز وي.

دا بندیز به د نومبر تر دریمې ادامه ولري.

د چک جمهوریت د سوداګرۍ او ترانسپورت وزیر کارل هفل چیک د پلورلو او پیرودلو په اړه هم د بندیز خبر ورکړ.

هغه وویل: "په وړو پلورنځیو کې به د یکشنبې په ورځ پلورل بند وي او په نورو ورځو کې به له دوشنبې تر شنبې، د شپې له اتو بجو د سهار تر پنځو بجو پیر او پلور بند وي."

په چک جمهوریت کې د دوشنبې د ورځې د شمېرو له مخې د څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې په کرونا ویروس لس زره دوه سوه درې اویا کسان اخته شوې دي چې له دې سره په کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه لکه اته شپېته زره درې سوه اویا ته ورسېد.

د کرونا ویورس د قربانیانو شمېر تر اوسه په چک جمهوریت کې دوه زره درې سوه پنځه شپېتو ته رسېږي.

د ای پي ایل سیالۍ؛ نن حیدراباد او ډیلي سره لوبه کوي

آرشیف

د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن سنرایزرز حیدراباد له ډیلي کپیټل سره لوبه کوي.

ډیلي کپیټل په جدول کې دوهم ځای لري او سنرایز حیدراباد اووم ځای.

په سنرایزرز حیدراباد کې د افغانستان دوه لوبغاړي لوبه کوی، راشد خان او محمد نبي.

د هند غوره لیګ کرکټ لوبې د سپټمبر په نولسمه په متحد عربي اماراتو کې پیل شوې او د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.

د ارمنستان صدراعظم: په نګورنو قره باغ کې ملکیان وژل شوي

نګورنو قره باغ کې د جګړو له امله د ویجاړیو یو انځور

ارمنستان او اذربایجان یو ځل بیا یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان په ټویټر کې لیکلي دي چې د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان د ډزو پرمهال یو شمېر ملکیان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

بل لور ته د اذربایجان دفاع وزارت نن ادعا وکړه چې ارمنستان له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نګورنو قره باغ په سیمه کې له یوې میاشتې راهیسې جګړه پیل شوې ده، تر اوسه درې ځله د دوی ترمنځ اوربند شوی دی او هرځل مات شوی دی.

وروستی اوربند د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په منځګړیتوب وشو.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کرونا د دوامداره کېدو خبرداری ورکړ

د «WHO» مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو موارد په زیاتېدو دي، د روغتیا نړیوال سازمان مشر د دې وبا د دوامداره کېدو په اړه خبرداری ورکړی.

د «WHO» مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون د اکټوبر په ۲۶مه، په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د ځمکې د شمالي نیم کرې په ډېرو هېوادونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې د خلکو د بستر کېدو پېښې زیاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د جدي مراقبت څانګې، په تېره د اروپا او شمالي امریکا په ګډون په ځینو ځایونو کې نوي ناروغان نه‌شي منلی ځکه ځای نه ورته لري.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې له ۴۳ میلیونو زیات انسانان په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوي او له ۱۱ لکو زیات کسان مړه شوي دي.

امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا بیرغ

متحده ایالاتو پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي او دا ځل‌یې د دې هېواد د تېلو په سکټور کې فعال شرکتونه، مؤسسې او افراد په نښه کړي.

په نویو بندیزونو کې د ایران د پټرولیم وزارت، د ایران د تېلو ملي کمپنۍ او د ایران د ټانکرونو ملي شرکت شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون د اکټوبر په ۲۶مه نېټه په یوه بیان کې وویل، هغوی چې بندیزونه پرې لګېدلي، د ایران د سپاه پاسداران اړوند قدس ځواک ملاتړ کوي. په بیان کې د خزانې د وزیر ستیفن منوچین له قوله ویل شوي دي چې د ایران رژیم د قدس ځواک د ورانکارو فعالیتونو د تمویل لپاره د تېلو له سکټور څخه کار اخلي.

بیان زیاتوي چې د ایران حکومت د خپلو خلکو د ملاتړ پر ځای د ترورېستي ډلو او د خپل اټمي پروګرام ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.

د امریکا سنا امي کوني باریټ د سترې محکمې غړیتوب لپاره تأیید کړه

 امي کوني باریټ

د امریکا سنا د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د امي کوني باریټ نوماندي تأیید کړه.

له دې سره د سترې محکمې انډول ۳-۶ د محافظه‌کارانو په ګټه بدل شو چې دا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره یوه سیاسي بریا ګڼل کېږي.

د امریکا د مشرانو جرګې چې اکثریت په‌کې جمهوري‌پال دي، پرون د اکټوبر په ۲۶مه، د ۴۸ مخالفو رایو پر وړاندې په ۵۲ موافقو رایو ۴۸ کلنې باریټ ته رایې ورکړې.

د سترې محکمې څوکۍ تېره میاشت وروسته له هغه تشه شوه چې په امریکا کې د عدالت مخکښه لبرال څېره روت بادېر ګینسبورګ مړه شوه.

ډیموکراتانو په سنا کې د باریټ لپاره د رأی اخیستو سره مخالفت کړی و او ویلي یې و، د نوماندې د معرفي کولو او هغې ته د رأی ورکولو بهیر دې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې د نومبر په درېیمه نېټه کېږي، ترسره شي.

د کارګرانو، محصلانو او متقاعدانو مظاهرې؛ لوکاشینکا دې استعفا وکړي

بلاروس کې مظاهره‌چیان

کارګران، محصلان او متقاعدان پرون دوشنبه د بلاروس د پلازمېنې مېنسک لارو سړکونو ته راووتل او له الکساندر لوکاشینکا یې د استعفا غوښتنه وکړه.

دوی شعار ورکاوه چې لوکاشینکا له واکه د لیرې کېدو لپاره د اکټوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې ټاکل شوي مهلت ته پام نه‌دی کړی.

اعتراض کوونکو وویل، لوکاشینکا نه‌یوازې له واکه لیرې نه‌شو، بلکې پر اعتراض کوونکو یې د امنیتي تدابیرو په سختولو سره فشارونه لا زیات کړي دي.

راپورونه وايي پولیسو پرون په مېنسک کې د لسګونه زره اعتراض کوونکو په وړاندې رابړي مرمۍ وکارولې او په سلګونه کسان ونیول شول.

په بلاروس کې د اګسټ میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د لوکاشینکا پر ضد پراخ ولسي اعتراضونه روان دي.

الکساندر لوکاشینکا ځان د دغو ټاکنو ګټونکی بولي، خو اعتراض کوونکي وايي په دغو ټاکنو کې په پراخه پیمانه درغلۍ او سرغړونې شوې دي.

لاوروف: د نړیوالو مسایلو حل کې به له ترکیې سره همکارۍ ته دوام ورکړو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد به‌یې د نړیوالو مسایلو په حل کې له ترکیې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

سرګي لاوروف پرون په اتن کې له خپل یوناني سیال نیکوس دنیا سره تر کتنې وروسته وویل: "که څه هم په ځینو قضیو کې زموږ کړنلار سر نه سره خوري، خو موږ کولای شو له انقرې سره ځیني ګډ ټکي پیدا کړو."

سرګي لاوروف زیاته کړه، روسیه که څه هم له ترکیې سره ښې اړیکې لري، خو له ستونزو تشې نه‌دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د هېوادونو ترمنځ هر ډول ولاړې شوې ستونزې باید د ډیالوګ له لارې حل شي او د یونان او ترکیې ترمنځ هم ښايي ځیني ستونزمن مسایل وي.

د یونان او ترکیې ترمنځ وروسته له هغې کړکېچ راغی چې انقرې پرېکړه وکړه، لانجمنو اوبو ته خپلې تحقیقاتي کښتۍ ولېږي.

دې مسئلې د سمندري حدودو او د تطبیقاتو د حقونو پر سر د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ رامنځته کړ.

د ای پي ایل سیالیو دوام؛ نن کلکته او پنجاب لوبه کوي

ای پي ال سیالیو کې د پنجاب لوبډلې د لوبغاړی راهول یو انځور

د هند د ای پي ایل سیالیو په دوام نن شپه شپږ نیمې بجې د کلکتې نایټ رایډرز او کینګز ایلیون پنجاب ترمنځ لوبه کېږي.

د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

چنای سوپر کېنګز د ۶ لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۱۴۶ منډې وکړې او مقابله لوبډله بیا د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې ۱۵۰ منډې وکړې.

همدارنګه ممبيي انډينز د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې او راجستان رایلز بیا ټاکلی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې پوره کړ.

د لومړي پړاو لوبې به د نوومبر تر درېیمې دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG