د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ وږی ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۲۸

خبرونه

اروپايي ټولنه او کاناډا د تاوتریخوالی زیاتېدل د افغان سولې په زیان بولي

ارشیف

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مأموریت او د کاناډا سفارت، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې د پروسې په زیان وبلل.

دوی په یوه ګډ بیان کې چې پرون ناوخته خپور کړی ویلي، د افغانستان شخړه له پوځي لارې نه‌شي حلېدای او د تاوتریخوالي نه‌منونکی لوړ حد، د سولې له با مفهومه پروسې او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې دی.

په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي پر زیاتولو افغان حکومت، امریکايي چارواکو او نورو سازمانونو هم انتقاد کړی دی.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون په لغمان کې وویل، د سولې په روانو حساسو شرایطو کې نه‌یوازې دا چې جګړه کمه شوې، بلکې نوره هم زیاته شوې ده.

د فبرورۍ د ۲۹مې د هغې موافقې له مخې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوه، طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کونړ کې سلګونه هکټاره ځمکه کرنیزه شوه

کونړ سیند

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، د کونړ سیند پر غاړه یې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو په جوړېدلو سره ۱۸۰۰ سوه هکټاره ځمکه کرنیزه شوې ده.

د دې وزارت ویاند فریدون آژند نن ازادي راډیو ته وویل، د دې پرژوې له ګتې به شاوخوا 75 زره کسان برخمن شي.

نوموړی وايي، د دې پروژې ټول لګښت چې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي له دولتي بودجې ورکول شوی دی.

د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې دغه استنادي دېوالونه ۱۶ کیلو متره اوږد والی لري چې کار یې کال وړاندې پیل شوی وه او نږدې څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کونړ یو کرنیز ولایت دی چې ډېر ځله د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو له امله د کروندګرو ځمکې او کښتونه زیانمنېږي.

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، د دغه استنادي دیوالونو په جوړېدلو سره به کروندې خوندي، حاصلات ښه او کروند ګر د تاوانونو پر ځای ګټې ته کېني.

ماليې وزارت: ملي بودیجه کې تعدیلات د عوایدو د کمښت لامل شوي

مالیې وزارت

دافغانستان ماليې وزارت وايي، د روان مالي کال له پیل سره د ملي عوایدو راټولېدو لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دغه وزارت دې هدف ته ونه رسېد.

د دې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، په ملي بودیجې کې تعدیلات د دې لامل شوه چې ملي عوایدو لپاره ټاکل شوی هدف راکم شي چې اوس مهال د عوایدو لپاره ۱۷۷ میلیارده افغانۍ دی هدف ټاکل شوی دی.

ښاغلی مسجدي وايي، مالیې وزارت تر اوسه پورې ۱۱۵ میلیارده افغاني عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دا وخت ۱۳۳ میلیارده افغاني عواید راټول شوي وو چې په خبره یې شاوخوا ۱۸ میلیارده کموالی ښیي.

نوموړی تمه ښي چې د مالي کال تر پایه د ملي عوایدو په راټولېدو کې د لوړوالی راشي.

امریکا: طالبان کلک او هوښیار خلک دي

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پرانیستغونډې یوه څنډه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، طالبان کلک او هوښیار خلک دي او متحد ایالتونه له دې افغان وسله والې ډلې سره ښه معامله کوي.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته په واشنګتن کې دا خبره هم وکړه چې نولس کاله د افغانستان د جګړې وشول، طالبان هم له دې جګړې ستړې شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونو له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبروري په نهه ویشتمه د سولې تړون لاسلیک کړ.

که چېرته طالبان د دې تړون له مخې خپلې ژمنې پرځای کړي ټول امریکایي ځواکونه به د راتلونکي میلادي کال د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي.

په تذکرو کې د افغان میندو نوم لیکل لویه لاسته راوړنه وبلل شوه

ارشیف

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د افغان ښځینه فعالانو لپاره دا یوه ستره لاسته راړونه ده چې په تذکرو کې به د میندو نومونه لیکل کېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون فرمان ورکړ چې په تذکرو کې دې د مور نوم ولیکل شي.

د بشري حقونو د څار ډلې یوې موقتي مشرې هیدر بار په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې پرېکړې اغېزې به د ښځو پر ژوند ښکاره وي، په تعلیمي او روغتیایي برخو کې به اسانتیاوې ورته برابرې شي، د پاسپورټ ترلاسه کول به ورته اسانه شي، همداراز به د خپلو ماشومانو لپاره په اسانۍ اسناد اخیستلی شي.

هیدر بار زیاته کړه چې دا فرمان په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د افراطي ډلې ترمنځ د روانو خبرو لپاره هم مهم دی او ډېرې افغان مېرمنې اندېښنه لرې چې د سولې د خبرو پرمهال د دوی لاسته راوړنې ضایع نه شي.

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال

د پکتيا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت د ولايتي شورا مرستیال ايوب غروال نن سهار پنځه بجې په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د ده په وینا نامعلومو وسله والو د پکتيا د ولايتي شورا پر غړي ايوب غروال ډزې کړې، چې لومړی ټپي یې او وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه.

د پکتیا والي وایي پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړی له دفتره د پوهنتون پر لور روان وو.

نوموړي وایي، ټولو امنیتي او کشفي ادارو ته یې امر کړی، چې د پېښې عاملین پیدا کړي.

تر اوسه د دې بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د رومانیا پولیسو د ګالیله او نیوټن غلا شوي کتابونه وموندل

انګریز فیزیک پوه اسحق نیوټن

د رومانیا پولیسو ویلي د ګالیله او نیوټن د دوو کتابونو په شمول یې سلګونه غلا شوي کتابونه بیا موندلي دي.

دا خبره د رومانیا د پولیسو یوه جګپوړي مسوول ایمیل تودور جمعه رسنیو ته اعلان کړه.

تودور وویل: "موږ ۲۳۷ کتابونه کشف کړل چې د بريټانیا د ارزونو په اساس به یې په اړه څېړنې وشي، دا کتابونه د رومانیا په شمال کې په یوه ځمکتل کې پټ شوي و."

بریټانیايي چارواکو ویلي چې دا کتابونه په ۲۰۱۷ کال کې له لندنه په یوه ډېر پېچلي شکل پټ شوي و.

د ایټالیايي مخترع او فیلسوف ګالیلو ګالیله او د انګریز فیزیک پوه اسحق نیوټن د دوو کتابونو د اصلي نسخو په شمول د دغو ۲۳۷ کتابونو ارزښت انګریز چارواکو دوه نیم میلیون پونډه (درې میلیونه او دوه لکه امریکایي ډالره) بللی دی.

ټرمپ: د ۲۰۲۱ تر اپرېله به ټولو امریکایانو ته د کویډ۱۹ واکسین ورسېږي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ ژمنه کړې چې هېواد به یې د روان کال تر پایه د کویډ۱۹ سل میلیونه ډوز واکسینونه تولید کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به ټولو امریکایانو ته واکسین ورسېږي.

له دې مخکې ډونالډ ټرمپ ویلي و چې تمه کېږي د کرونا ویروس واکسین تر همدې اکټوبر پورې په خلکو وویشل شي خو کارپوهانو ویلي چې دا وړاندوینه عملي نه ښکاري.

د جانز هاپکنز پوهنتون د راپور له مخې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې تر دېرشو میلیونو زیات کسان په کرونا اخته شوي دي.

له دې ډلې نږدې نهه نیم لکه کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۱ میلیونه نور کسان بېرته رغېدلي.

عثماني: غور کې د کویډ۱۹ سل بستریز روغتون جوړېږي

احمد جواد عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند غور ته تللی و او د کویډ۱۹ د سل بستریزه روغتون د جوړولو ژمنه یې کړې ده.

احمد جواد عثماني د جمعې په ماښام غور ته رسېدلی او هلته یې ژمنه کړې چې د کویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره دا روغتون په شپږو میاشتو کې جوړېږي.

هغه وویل: "د سل بستره روغتون تړون مې دوه اونۍ مخکې د جمهور رئیس او لومړي مرستیال په حضور کې د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک کړ، په شپږو میاشتو کې روغتون جوړېږي."

د غور سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یو لک کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

په غور کې د کویډ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره داسې وخت د روغتون د جوړولو ژمنه شوې چې هلته په کویډ د اخته کسانو شمېر نږدې ۵۳۰ تنو ته رسېدلی او له ډلې یې یوولس کسان مړه شوي دي.

په ټول افغانستان کې بیا نږدې نهه دېرش زره کسان کرونا ویروس نیولي چې له ډلې یې نږدې څوارلس نیم سوه تنه مړه دي.

د امریکا د استازیو جرګې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته لیک لېږلی

ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې افغان ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې اندېښنه ښودلې چې افغان ښځې امنیت نه لري.

د کمېټې ډیموکراټ مشر ایلیوټ انګل او د لږکیو جمهوري غوښتونکو مخکښ مایکل مککال لیکلي چې نور نو له افغان مخکښو ښځو، نجونو، میندو او خویندو سره تاوتریخوالی دوام نه شي کولای.

په دې لیک کې چې یوه کاپي یې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته رسېدلې زیاته شوې چې د سولې په خبرو کې د افغان دولت په ټیم کې د ښځو موجودیت یوه مثبته خبره ده خو باید دا یقیني شي چې ښځې د افغانستان په راتلونکي کې یو مهم رول لوبوي.

د جمعې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم خبرداری ورکړی و چې ترهګرې شبکې پر مختلفو اهدافو په ځانګړې توګه ښځو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

سفارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دغه ګواښ دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو، ښوونکو او د بشري حقونو فعالانو ته متوجه دی.

اروپايي ټولنه: طالبان دې د وسلو کارولو پر ځای د سیاسي عمل وړتیا وښيي

قطر کې د طالب مرکچي پلاوي یو انځور

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ویلي طالبان باید اوس د سیاسي عمل وړتیا وښيي نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.

رولانډ کوبیا دا خبره جمعه ناوخته په خپل ټوېټر لیکلې ده.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر پنځه اوونۍ د تاوتریخوالي اندازه په تېرو پنځو کلونو کې لوړې کچې ته رسېدلې.

د اروپايي ټولنې استازي د سولې د خبرو پيل ته په اشارې د تاوتریخوالي د ختمولو هیله کړې ده.

طالبانو د ښاغلي کوبیا د تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو د دوی د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي چې طالبانو په خپلو بریدونو کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

د 'ترهګریزو شبکو' د بريدونو په اړه کابل کې د امريکا سفارت خبرداری

د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې د دوی په وینا " ترهګریزې شبکې" پر مختلفو اهدافو په ځانګړې توګه ښځو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

سفارت نه‌دي ویلي چې دغه ترهګریزې شبکې څوک دي.

دوی پر خپله ویب‌پاڼه لیکلي چې دغه ګواښ دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو، ښوونکو او د بشري حقونو فعالانو ته متوجه دی.

سفارت په افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د ځان خوندیتوب ته پام وکړي او امنیتي سپارښتنې عملي کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

افغانستان به له تاجکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي

د تاجکستان بیرق

افغانستان وایي، هوډ لري چې له تاجکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي.

دغه خبره د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه کړې، خو د دغه تړون وخت او ځای یې نه‌دی مشخص کړی.

په دې اړه خبرپاڼه د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او تاجکستاني سیال یې سراج الدین مهرالدین له لېدو کتو وروسته خپره شوه.

تاجکستان دا مهال له څلورو هېوادونو چین، قزاقستان، روسیې او ازبکستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لري.

ښاغلی اتمر پرون په دوه ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ چې هلته یې له صدراعظم او د هغه هېواد د ملي امنیت شورا له عمومي منشي سره هم لیده کاته درلودل.

اپل شرکت په هند کې لومړنی انلاين پلورنځای فعالوي

ارشیف

د اپل شرکت نن اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ په هند کې لومړنی انلاین پلورنځای فعالوي.

د ټکنالوژۍ دغه شرکت هڅه کوي په هند کې چې د ځیرکو ټيليفونونو له لویو بازارونو دی، د خپلو تولیداتو پلور زیات کړي.

دا مهال اپل له نورو شرکتونو سره په همکارۍ په هند کې په انلاین ډول خپل توکي پلوري.

د اپل اجرایي مدیر تیم کوک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، شرکت‌یې بې‌صبرانه منتظر دی چې هند کې خپلو پېرېدونکو سره مستقیمه اړیکه کې اوسي او د هغوی ډېر ملاتړ ترلاسه کړي.

ازبکستان پر نړيوالو الوتنو لګول شوی بندیز ليرې کوي

ازبکستان هوايي میدان

د ازبکستان حکومت وایي، دغلته پر نړیوالو الوتنو لګول شوی بندیز د راتلونکې اکټوبر میاشتې له پيله ليرې کوي.

چارواکو پرون وویل، د ازبکستان لارې به یو ځل بیا نړیوالو ګرځندویانو ته پرانيستل شي، خو په دې شرط چې سیلانیان د کرونا ویروس د مخنیوي سپارښتنې عملي کړي.

ازبکستان د روان لمریز کال په مارچ میاشت کې هغه مهال خپلې پولې وتړلې چې کرونا ویروس خپور شو.

په دې موده کې یوازې چارتر الوتکو او هغو ځانګړو رېل ګاډو د تګ اجازه درلوده چې له نورو هېوادونو یې د ازبکستان وګړي خپلو کورونو ته لېږدول.

تر اوسه د منځنۍ اسیا په دغه هېواد کې د کرونا څه باندې ۴۹ زره پېښې ثبت شوي او له دې ډلې ۴۱۵ تنه مړه شوي دي.

روسیه کې د شمالي کوریا يو تبعه په ۱۷ کاله زندان محکوم شو

د روسیه بیرغ

د روسیې په ختیځ ښار نخودکا کې یوې محکمې د شمالي کوریا یو تبعه په ۱۷ کاله زندان محکوم کړ.

د دغه کس جرم دا ښودل شوی چې د روسیې پر سرحدي ګارد یې برید کړی دی.

د جولای میاشتې په لومړیو کې د شمالي کوریا یو بل تبعه هم روسیه کې په څلور کاله بند محکوم شوی و.

د شمالي کوریا ۱۶۰ وګړي د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې هغه مهال ونیول شول چې په وړو بېړیو کې د روسیې اوبو ته دننه شوي وو.

هغه مهال د یوې بېړۍ سپرلۍ د روسیې پر سرحدي ګارد برید وکړ چې څلور کسان‌یې ټپیان کړل، وروسته بیا یوه کس له ټپونو ساه ورکړه.

په دې پیښه کې د شمالي کوریا یو وګړی هم وژل شوی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG