د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۲۴

نړۍ

ترکیې د ازبکستاني اتباعو په شمول ځیني خلک داعش سره د اړیکې په تور نیولي

ارشیف

ترکیې د ازبکستان د ګڼو اتباعو په شمول یو شمېر خلک له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره د اړیکې په تور نیولي دي.

دا کسان په استانبول، ادانه، ګازیانتیپ او هاتیا ښارونو کې پرون او وړمه ورځ نیول شوي.

له دې مخکې امنیتي ځواکونو د محمود اوزدین په نوم یو سړی چې داعش یا اسلامي دولت ډلې په ترکیه کې خپل امیر معرفي کړی و، نیولی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته وویل په نیول شویو کې ۲۰ ازبکستاني اتباع شامل دي.

د ترکیې خاصو ځواکونو دا کسان د محمود اوزدین له کمپیوټر او نورو وسایلو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ونیول.

داعش یا اسلامي دولت ډلې په ترکیه کې د څو مرګونو بریدونو مسؤلیت منلی چې یو یې د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ شپه په یوه شپني کلب برید و چې په‌کې ۳۹ کسان ووژل شول.

د ازبکستان یو اوسېدونکی عبدالقدیر ماشریپوف چې د دې برید عامل پېژندل شوی و د ترکیې د یوې محکمې له‌خوا په عمر بند محکوم شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ میلیونو زیات شو

هند کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس د ناروغانو د موندلو لپاره د ازموینې پر مهال.

په هند کې نن په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ میلیونو واوښت.

تر اوسه پورې په دغه هېواد کې چې یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه نفوس لري، یو لک او ۲۰ زره تنه په دې وبا مړه شوي.

اوس تر هند یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا پېښې ډېرې دي.

د امریکا حکومت د شمېرو له مخې، په دې هېواد کې د کرونا ۹ میلیونه او ۱۰۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران د مېنسک غونډه کې ګډون کوي

د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شمول د مېنسک ډلې یو شمېر غړي

ټاکل شوې چې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران نن په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د مېنسک ډلې په مشرۍ جوړېږي.

د امریکا متحده ایالات، فرانسه او روسیه په ګډه د مېنسک ډلې مشري کوي.

د نګورنو قره‌باغ د بېلې شوې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په جګړه کې مرګ‌ژوبلې په زیاتېدو دي.

دواړه خواوې یو بل د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند په سرغړونې تورنوي.

امریکا ۸ تنه د چین له حکومت سره په همکارۍ او جاسوسۍ تورن کړل

ارشیف، د امریکا او چین بیرغونه

د امریکا د عدلیې وزارت پرون (چهارشنبه) ۸ تنه د چین له حکومت سره په همکارۍ او جاسوسۍ تورن کړل.

د امریکا د عدلیې وزارت او «اېف بي ای» چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل، په دې تړاو ۵ تنه په نیویارک، نیوجرسي او کالیفورنیا کې د چین د حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي.

ویل کېږي چې ۳ نور تورن کسان په چین کې دي.

د بلاروس د کورنیو چارو وزیر؛ پر ویجاړوونکو یا ترهګري کوونکو ډزې وکړئ

د بلاروس د کورنیو چارو وزیر یوري کرایف

د بلاروس د کورنیو چارو وزیر ویلي، امنیتي ځواکونه پر هغو کسانو ډزې کولای شي چې "ویجاړوونکو یا ترهګریزو" فعالیتونو کې برخه واخلي.

یوري کرایف دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه اوس په هېواد شموله اعتصاب بدل شوي دي.

لوکاشینکا بیا دغه اعتصاب "د پلان شویو جرمي ډلو" کار بللی دی.

د بلاروس د کورنیو چارو وزیر چې د مظاهره‌چیانو د ځپلو لپاره پرې اروپایي ټولنې بندیزونه لګولي په یوه مرکه کې ویلي، د سوله‌ییزو مظاهره‌چیانو پر ضد به وسله نه‌کارېږي، خو په خبره‌یې که کوم څوک ګډوډي یا ترهګریز فعالیت وکړي، د پولیسو له‌خوا به‌یې په فزیکي فعالیت یا وسلې مخه نیول کېږي.

بلاروس کې د سیاسي مخالفانو له‌خوا عمومي اعتصاب وروسته له هغې پیل شو چې الکساندر لوکاشینکا د مخالفانو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره وویل چې استعفا نه‌ورکوي.

چنای سوپر کېنګز کرکټ لوبډله له کلکته نایټ رایډرز سره نن لوبه کوي

د چنای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو سیالۍ

د هند د کرکټ غوره لیګ لوبو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې نن چنای سوپر کېنګز لوبډله له کلکته نایټ رایډرز سره مسابقه وکړي.

کلکته نایټ رایډرز په جدول کې پنځم ځای لري او چنای سوپر کېنګز د جدول په اخر کې دی.

د هند د کرکټ غوره لیګ چې د نړۍ د کرکټ تر ټولو ګران بیه لیګ دی، د کرونا ویروس له امله سږ کال د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر په ۱۹مه پرانیستل شو.

دا لوبې به د نومبر تر ۱۰مه په متحده عربي اماراتو کې روانې وي.

جرمني او فرانسه کې د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه

فرانسه کې لګول شوی بندیز

جرمني او فرانسې د کرونا وبا د کنټرول لپاره بندیزونه اعلان کړل.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وویل، په ملي کچه د دوهم ځل لپاره ټولبند ضروري دی. مکرون زیاته کړه چې د اروپا په نورو برخو کې هم د کرونا دوهمه څپه راغلې چې ښایي تر لومړۍ یوې ډېره سخته او وژونکې وي.

له تېرې شپې (اکټوبر ۲۹) بارونه، رستورانتونه او غیر ضروروي دکانونه بند شول او له خلکو غوښتل شوي چې سفر ونه‌کړي او چې څومره ممکنه وي په کورونو کې پاتې شي.

بل لور ته د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د څلور اوونیو په مخه یو لړ بندیزونه اعلان کړل. دې وویل چې باید ژر لاس په کار شو، ځکه چې وضعیت جدي دی.

په جرمني کې به د نومبر له دوهمې تر ۳۰مې ټول بارونه، رستورانتونه، تفریحي مرکزونه، د کنسرت هالونه او تیاترونه بند وي. دکانونه به پرانیستي وي، خو خلک باید په دکانونو کې له یوه بله فاصله رعایت کړي.

د اذربایجان او ارمنستان د شخړې د هواري لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو دوام

نګورنو قره‌باغ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په نګورنو قره‌باغ سیمه کې د شخړې د هواري ډیپلوماتیکې هڅې دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دواړه لوري هڅولي چې د اوربند د ماتولو له هڅو وروسته، سیاسي حل لاره پیدا کړي.

د امریکا په منځګړیتوب دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۶مه، له ماتې سره مخامخ شوې.

په همدې حال کې کرملېن ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره پر ټیلیفون د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اوربند پر ټینګښت خبرې کړې دي.

په سرحدي سیمه نګورنو قره‌باغ کې د پيل شوې جګړې څه باندې میاشت ووته، خو د سیمې او نړیوالو هېوادونو له هڅو سره سره دواړه خواوې تر اوسه د جګړې په پای ته رسېدو نه‌دي بریالي شوي.

د ایران د پارلمان مشر په کرونا ویروس اخته شوی

محمد باقر قالیباف

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په کرونا ویروس اخته شوی دی.

قالیباف نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ځان‌یې قرنطین کړی دی.

ده ویلي، د خپل قرنطین له ځای نه به کار ته دوام ورکوي.

په منځني ختیځ کې ایران د کرونا وبا له کبله تر ټولو بد حالت لري.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه څه باندې ۵۸۰ زره ایرانیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۳۳ زره مړه شوي دي.

ویل کېږي چې په کرونا د اخته شویو او له دې کبله د مړو شویو نارسمي شمېرې به څو برابره زیاتې وي.

په امریکا کې یوه ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي

آرشیف

په امریکا کې نن یوه ډېره ارزښت لرونکې مجسمه بولۍ ته وړاندې کېږي.

د دغې مجسمې ارزښت، چې یوه سویسي هنرمند البیرتو جیوکومیتي جوړه کړې، څه باندې ۹۰ میلیونه ډالر ښودل شوی.

د مجسمې د اخیستلو لپاره تر پرونه (د اکتوبر تر ۲۷مې) پېرېدونکو فرصت درلود چې خپلې بیې د پلور کمېټې ته وسپاري.

د (ګرانډ فیمي ۱) مجسمه دوه متر او شپږاویا سانتي متره قد لري چې په ۱۹۶۰ مو کلونو کې جوړه شوې ده.

له دې وړاندې د همدغه هنرمند جیوکومیتي له خوا جوړه شوې یوه مجسمه په ۲۰۱۵ کال کې په ۱۴۱ میلیونه ډالرو خرڅه شوه.

امریکا په نګورنو قره باغ کې د اوربند رعایتول غوښتي

نګورنو قره باغ کې د روانو نښتو یو انځور

ارمنستان او اذربایجان یو او بل د امریکا د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب له نافذ شوي اوربنده په سرغړونه تورنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پولې ته څېرمه پر لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ د یوې میاشتې جګړه سخته شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د ارمنستان او اذربایجان له رهبرانو د اوربند د رعایتولو غوښتنه وکړه.

خو پرون دوشنبه دغه اوربند تر نافذېدو لنډه شېبه وروسته مات شو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بالکان حوزې ته خپل سفر نیمګړی پرېښود

سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې بالکان حوزې ته خپل سفر نیمګړی پرېښود، چې معلومه شوه، په کویډ۱۹ ناروغۍ له یوه اخته کس سره له نږدې په تماس کې پاتې شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، چې ۷۰ کلن سرګي لاوروف که څه هم د بهترۍ احساس کوي، خو بیا یې هم احتیاطاً ځان په خپله نورو خلکو منزوي کړی دی.

لاوروف د دوشنبې په ورځ له یونان څخه روسیې ته ستون شو.

هغه غوښتل نن چهارشنبه او سبا پنجشنبه بوسنیا هرزګوینا او سربیا ته هم لاړ شي.

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ حیدراباد لوبډلې ډیلي ته ماتې ورکړه

د حیدراباد لوبډله

د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې سنرایزرز حیدراباد ټیم وتوانېد ډیلي کاپیټلز ټیم ته ماتې ورکړي.

لوبه سنرایزرز حیدراباد پیل کړه، چې په شلو اوورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابل ټیم ته د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه.

ډیلي کاپیټلز ټیم چې ټول لوبغاړي یې په نولسم اوور کې وسوځېدل یوازې د ۱۳۱ منډو په کولو بریالی شو.

په دغې سیالۍ کې تر ټولو ښه توپ اچونه د افغان لوبغاړي راشد خان وبلل شوه، چې په څلورو اوورونو کې یې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۷ منډې یې ورکړې.

نن د ممبۍ انډیانز او رویال چلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ مسابقه کېږي.

ممبۍ انډیانز ټیم د ۱۴ نومرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی.

چک جمهوریت کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره نوې پرېکړه شوې

آرشیف

چک جمهوریت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوې پرېکړې کړي دي.

سبا له نیمې شپې وروسته به په چک جمهوریت کې د شپې له نهو د سهار تر پنځو بجو ګرځبندیز وي.

دا بندیز به د نومبر تر دریمې ادامه ولري.

د چک جمهوریت د سوداګرۍ او ترانسپورت وزیر کارل هفل چیک د پلورلو او پیرودلو په اړه هم د بندیز خبر ورکړ.

هغه وویل: "په وړو پلورنځیو کې به د یکشنبې په ورځ پلورل بند وي او په نورو ورځو کې به له دوشنبې تر شنبې، د شپې له اتو بجو د سهار تر پنځو بجو پیر او پلور بند وي."

په چک جمهوریت کې د دوشنبې د ورځې د شمېرو له مخې د څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې په کرونا ویروس لس زره دوه سوه درې اویا کسان اخته شوې دي چې له دې سره په کوویډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوه لکه اته شپېته زره درې سوه اویا ته ورسېد.

د کرونا ویورس د قربانیانو شمېر تر اوسه په چک جمهوریت کې دوه زره درې سوه پنځه شپېتو ته رسېږي.

د ای پي ایل سیالۍ؛ نن حیدراباد او ډیلي سره لوبه کوي

آرشیف

د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن سنرایزرز حیدراباد له ډیلي کپیټل سره لوبه کوي.

ډیلي کپیټل په جدول کې دوهم ځای لري او سنرایز حیدراباد اووم ځای.

په سنرایزرز حیدراباد کې د افغانستان دوه لوبغاړي لوبه کوی، راشد خان او محمد نبي.

د هند غوره لیګ کرکټ لوبې د سپټمبر په نولسمه په متحد عربي اماراتو کې پیل شوې او د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.

د ارمنستان صدراعظم: په نګورنو قره باغ کې ملکیان وژل شوي

نګورنو قره باغ کې د جګړو له امله د ویجاړیو یو انځور

ارمنستان او اذربایجان یو ځل بیا یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان په ټویټر کې لیکلي دي چې د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان د ډزو پرمهال یو شمېر ملکیان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

بل لور ته د اذربایجان دفاع وزارت نن ادعا وکړه چې ارمنستان له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نګورنو قره باغ په سیمه کې له یوې میاشتې راهیسې جګړه پیل شوې ده، تر اوسه درې ځله د دوی ترمنځ اوربند شوی دی او هرځل مات شوی دی.

وروستی اوربند د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په منځګړیتوب وشو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG