ټویټر نن د (سپټمبر په ۳مه) تأیید کړه چې هغه وېبپاڼه هک شوې چې د هند صدراعظم نرېندرا مودي پر ټویټر خپل اکونټ یا حساب پرې جوړ کړی و.
د نرېندرا مودي حساب نهیوازې هک شوی، بلکې د ټویټونو یوه لړۍ هم ورباندې خپره شوې چې له خلکو یې د مودي خیریه پروګرام ته د بسپنې غوښتنه کړې وه.
ټویټر ویلي چې د دې ستونزې د حل لپارهیې لازم کارونه کړي دي.
د هند صدراعظم دفتر له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې پر ټویټر ۳۸،۴ میلیونه فالور لري.
د انډيا ټایمز په حواله، د مودي دفتر په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.
خو د ټویټر ویاندې په یوه بیان کې چې نن خپور شو، وویل چې د نرېندرا مودي د پاڼې د هک کېدو په اړه څېړنې کوي.
هغه ټویټونه چې د نرېندرا مودي پر پاڼه خپاره شوي وو او له خلکو غوښتنه پهکې شوې وه چې د صدراعظم مودي د خیر ښېګڼې یوه پروګرام ته د انټرنټي اسعارو (کرپټو کرنسي) مرسته وکړي، لیرې شوي دي.
د انټرنټ له لارې داسې بسپنه په عمومي ډول د یوه هېواد د مرکزي بانک له کنټروله وتلې وي.
دا اول وار نهدی چې په یوه هېواد کې د پېژندل شویو سیاسي څېرو انټرنټي حسابونه هک کېږي.
د روان کال د جولای په میاشت کې هم د یو شمېر پېژندل شویو سیاستوالو انټرنټي پاڼې هک شوې وې.
خو هکرانو هغه مهال د ټویټر پر چلوونکو تور پورې کړی و چې پر ټویټر د ډېرو فعالو کسانو لکه جوبایډن، بارک اوباما او میلیاردر ایلون مسک د غږ د یرغمل کولو/ تښتولو له لارې د دیجیتل اسعارو د غونډولو هڅې کوي.