د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۱۲

برازیل کې به د هلکانو او نجونو ملي ټیم ته یو ډول معاش ورکړل شي


ارشیف

د برازیل د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د هلکانو او نجونو ملي ټیم ته به یو ډول معاش او امتیازونه ورکړل شي.

برازیل ښايي د هغو په ګوته شمار هېوادونو په ډله کې وي چې داسې ژمنه ورکوي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د برازیل د فوټبال فدراسیون چهارشنبه دا اعلان کړی.

د برازیل د فوټبال فدراسیون دا ژمنه که عملي شي، نو د مارتا، فورمیګا او لیتیسا په څېر ښځینه لوبغاړې به د برازیل او نړۍ د فوټبال د پېژندل شویو ستورو نیمار، ګابریل او رابرتو په اندازه معاش او امتیاز ترلاسه کړي.

په نړۍ کې د فوټبال ډېر امتیازونه او پیسې د هلکانو په ټیمونو او پېژندل شویو لوبغاړو لګېږي او ښايي د نارینه او ښځینه لوبغاړو د امتیازونو د برابروالي دا هڅه پراخ عکس‌العملونه ولري.

XS
SM
MD
LG