د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۱۲

خبرونه

چارواکي: سرپل کې ماین چاودنې ۶ ماشومان وژلي

سرپل

د سرپل چارواکي په یوه ماین چاودنه کې د شپږو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه پرون ناوخته د سانجارک ولسوالۍ په ګوجوا کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د سانجارک ولسوال نقیب‌الله دقیق هم دا پېښه تأیید کړه او وېې‌ویل: "د طالبانو له‌خوا په یوه کور کې د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې د پنځو او دولسو کلونو ترمنځ شپږ ماشومان وژل شوي او دوه ښځې ټپیانې شوي دي. د ګوجوا کلي له یوه کال راهیسې د طالبانو په کنټرول کی دی."

طالبانو له خپله اړخه تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بایسکل ځغلونې د ازاد سبک سیالۍ پیل شوي

ارشیف

د بایسکل ځغلونې د ازاد سبک سیالۍ تېره ورځ په کابل کې پیل شوي.

د افغانستان د ملي االمپيک کمېټې د مطبوعاتو کمېټې مسؤل مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل په یادو سیالیو کې په دوو برخو کې د کابل او هرات ولایت ۳۲ نارینه او ښځینه لوبغاړو ګډون کړی.

د ښاغلي قاري زاده لوبو نه به شپږ تنه چې څلور یې نارینه او دوه یې ښځینه وي، د بایسکل ځغلونې ملي لوبډلې ته انتخاب شي.

زابل کې د سولې جام فوټبال سیالۍ پيل شوي

ارشیف

په زابل ولایت کې د سولې جام فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د زابل ولایت د المپیک امر محمد ویس عزیزي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د مرکز کلات لسو الف لوبډلو ګډون کړی.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې دغه لوبې تېره ورځ پیل شوې او شااوخوا شل ورځې به دوام وکړي.

د زابل د المپیک کمېټې امر وايي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د نورو فدارسیونونو لوبې هم پيل شي.

د کرکټ ای پي ایل سیالیو کې نن د راجستان او پنجاب لوبډلې سیالي لري

ای پي ال سیالیو کې د راهول یو انځور

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په نهمه لوبه کې راجستان رایلز او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا لوبه نن ماښام د شارجه کرکټ په لوبغالي کې په ځای وخت شپږ نیمې بجې پیلېږي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدر اباد لوبډلې خپله دوهمه لوبه هم وبایلله.

د کلکته کنګ رایډرز سره په لوبه کې سنرایز لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې هدف وټاکه چې یاد هدف د کلکتې لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په اتلسم اور کې پوره کړ.

دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان چې د حیدر اباد په لوبډله کې لوبېږي دواړو ته د تېرې شپې په لوبه کې چانس ورکړل شوی وو خو دواړو د پام وړ لاس ته راوړنه نه درلوده.

نبي یولس منډې کړې او راشد خان یوه ویکټه ترلاسه کړه.

پولیسو کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی

دغه موټر د کابل پلچرخي سیمه کې پر عمومي سړک نیول شوی او پولیسو یې چلوونکی توقیف کړی دی.

پولیسو کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ډوله موټر نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه موټر کې څلور زره کیلو ګرامه سودیم نایټریټ مواد ځای په ځای شوي وو.

له دغو موادو د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي.

دغه موټر د کابل پلچرخي سیمه کې پر عمومي سړک نیول شوی او پولیسو یې چلوونکی توقیف کړی دی.

طالب مرکچي پلاوی: ښځې دې د راتلونکې په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري

قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي

په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوی یو غړی وایي، د افغانستان ښځې باید د خپلې راتلونکې په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري.

طالبانو په خپله واکمنۍ کې ښځې له زده کړو او کارونو منعه کړې وې.

اوس چې له دې ډلې سره د سولې خبرې روانې دي، د د بشري حقونو فعالان په افغانستان کې د ښځو راتلونکې ته اندېښمن دي.

مولوی عبدالسلام حنفي د طالبانو له الاماره ویبپاڼې سره مرکه کې ویلي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم ښځو روغتونونو کې کار کاوه او د پولیسو لیکو کې یې د تالاشۍ دنده مخته وړه، خو په خبره یې دا چې حالات جنګي وو او دوی سره د اوس په نسبت امکانات کم وو، نورو برخو کې یې حقونه خوندي نه وو.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان په اسلامي نظام کې د ټولنې د ټولو اقشارو حقونه خوندي دي، مونږ د افغانستان ټولو ښځو ته ډاډ ورکوو چې انشاالله د دوی ټول حقونه به په اسلامي نظام کې محفوظ وي."

افغان مېرمنې د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته په تېرو ۱۹ کلونو کې د زده کړو او کار په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

دوی اندېښمنې دي چې د طالبانو سره د روغې جوړې په صورت کې د دوی پر حقونو جوړجاړی ونه شي.

په وروستیو کې د نړۍ یو شمېر پخوانیو او اوسنیو مشرانو او مخکښو نړیوالو څېرو هم په یو پرانیستې لیک کې د سولې په بین الافغاني خبرو کې د ښځو د حقونو پر بشپړ خوندیتوب ټینګار وکړ.

ټرمپ لانجمنه قاضي کاني برېټ د سترې محکمې د غړې په توګه ونوموله

ډونالد ټرمپ او کاني برېټ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ لانجمنه قاضي کاني برېټ د سترې محکمې د غړې په توګه ونوموله.

کاني برېټ د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو ۳۸ ورځې مخکې او د سترې محکمې د لبرال قاضي روت بیدر ګینزبرګ له مړینې ۸ ورځې وروسته ونومول شوه.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، دا درېیم قاضي دی چې ده د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې د سترې محکمې غړیتوب ته وړاندیز کړی دی.

ده اټکل وکړ چې د امریکا سنا جرګه به بې‌جنجاله او ژر کاني برېټ تأیید کړي.

د امریکا د سنا جرګې په ۱۰۰ چوکیو کې ۵۳ د جمهوري‌پالو په لاس کې دي او تر اوسه د هغو ډېرو ویلي چې د کاني برېټ ملاتړ کوي.

بدخشان کې د ماشومانو ګوزڼ ۲ پېښې ثبت شوې

د پولیو یا ګوزڼ له امله فلج شوی ماشوم

په بدخشان ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوې.

د بدخشان عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دا له ۱۴ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په دې ولایت کې ثبت کېږي.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګهر ازادي راډیو ته وویل، په پولیو یا ګوزڼ دا دوه تر پنځو کلونو کوچني ماشومان د یمګان او کشم ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا ځیني غړي وايي چې په وروستیو کې د طالبانو د مخالفت له کبله په دې ولایت کې سلګونه ماشومان د پولیو له واکسینه بې‌برخې شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې ډله‌یې د پولیو واکسین د تطبیق مخه نه‌نیسي.

په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي د افغانستان په څو ختیځو او جنوبي ولایتونو پورې محدوده شوې وه.

بشري حقونو کمېسیون: کندهار کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي

ارشیف

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېر یوه کال کې په دې ولایت کې پر ۳۴۰ تنو هدفي بریدونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سږ کال د روژې له میاشتې را په دې خوا په کندهار کې هدفي بریدونه زیات شوي دي.

په دې بریدونو کې چې عموماً له موټرسایکل څخه په کار اخیستو کېږي، قومي مشران، د امنیتي ادارو کارکوونکي او پولیس په نښه کېږي.

د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس په هدفي بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې امنیتي ځواکونو یو شمېر حمله کوونکي نیولي دي.

چارواکي: ارزګان کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره شوي

د ارزګان نقشه

د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره شوي دي.

د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو حملې نورې هم زیاتې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "کریمي همداراز وویل چې پرون په دې سیمه کې ۵ افغان سرتېري ټپیان شوي او طالبانو ته هم مرګ‌ژوبلې اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌لري."

له دې سره په یو وخت د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هم طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د دهراوود او ګېزاب په جګړو کې لسګونه افغان سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

فرانسه کې پر دوو تنو حمله کوونکي پاکستاني پر خپل جرم اعتراف وکړ

د فرانسې سرتېری

په فرانسه کې د قصابۍ په ساتول د دوو تنو د وهلو په تور نیول شوي پاکستاني پر خپل جرم اعتراف وکړ.

تحقیق کوونکو پرون وویل چې دغه ۱۸ کلن ځوان چې مستنطقانو یې نوم حسن اې ښودلی، د حملې انګېزه د پاریس د یوې مجلې 'شارلي ابدو' له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور بیا خپرېدا بللې ده.

دا پېښه درې اوونۍ وروسته له دې وشوه چې په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پر شارلي ابدو مجلې په حمله کې د ۱۴ مشکوکو کسانو محاکمه په دې ښار کې پیل شوه.

د ۲۰۱۵ په پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي وو.

خوزستان کې وسله‌والو ۲ ایراني پوله‌ساتي وژلي

یو ایرانی سرتېری

ایران وايي، په خوزستان ولایت کې یې وسله‌والو مخالفانو دوه پوله‌ساتي وژلي دي.

د خوزستان ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان لطف علي پاکباز وویل، د ایران د سمندري پولې دوه سرتېري پرون مازدیګر هغه مهال ووژل شول چې د دغه ولایت په هورالمظیم سیمه کې یې ګزمه کوله.

ده حمله کوونکي وسله‌وال اشرار بللي دي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

د اوکراین ولسمشر کیف کې د الوتکې د لوېدو ځای لیدو ته ولاړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر پرون د هغې الوتکې د لوېدو ځای ته ولاړ چې د قربانیانو شمېر یې تر اوسه ۲۶ تنو ته رسېدلی دی.

دغه الوتکه چې د اوکراین د پوځي پوهنتون ۲۰ محصلان او ۷ عمله په‌کې سپاره وو، وړمه ورځ وغورځېده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یوې ورځې ماتم امر کړی دی.

دغه الوتکه د کیف ښار ختیځ کې د کېناستو پر مهال ولوېده، لومړی دوه تنه ترې ژوندي پاتې وو چې وروسته یوه کس روغتون کې ساه ورکړه.

تر اوسه د دغې الوتکې د سقوط لامل نه‌دی روښانه شوی.

'د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي هڅې کمزورې شوي'

ارشیف

په امریکا کې د عفوني ناروغیو یوه لوړپوړي متخصص خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي هڅې د ستړیا له کبله کمزورې شوې دي.

داکتر انتوني فاوچي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړو شویو شمېر نږدې یو میلیون کسانو ته رسېدلی.

فاوچي چې د عفوني ناروغیو او حساسیت د ملي انسټټیوت مشر هم دی، د سپټمبر په ۲۵مه، وویل چې دغه وبا به پای ته رسېږي، خو له خلکو یې وغوښتل چې واکسین ته‌یې باید حوصله وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر اوسه ۳۲،۴ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي دي.

د لوکاشینکا پر ضد د ښځو د یوې مظاهرې لسګونه ګډونوالې نیول شوي

بلاروس کې د پولیسو له‌خوا نیول شوې مېرمن

د بلاروس امنیتي ځواکونو په پلازمېنه مېنسک کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د ښځو د یوې مظاهرې لسګونه ګډونوالې نیولې دي.

په مېنسک کې پرون شنبه ښځو مظاهره وکړه او اکثرو یې په لاسونو کې د ګلانو ګېډۍ لېږدولې.

د ازادي راډیو بلاروسي څانګه وایي، د مظاهرې ضد پولیسو پر ښځینه اعتراض کوونکو سربېره ځیني خبریالان هم نیولي دي.

بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد مظاهرې له شااوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې روانې دي. اعتراض کوونکي د لوکاشینکا استعفا غواړي. له اعتراضونو سره سره لوکاشینکا د سپټمبر په ۲۳مه، د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

راشد لطیف: محمد نبي به د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتې شي

محمد نبي

د پاکستان پخواني کرکټر راشد لطیف د کرکټ افغان لوبغاړی محمد نبي ستایلی او ویلي یې دي چې نبي به تل د نړۍ په کچه لومړی درجه لوبغاړی پاتې شي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې محمد نبي په تازه درجه‌بندۍ کې د نړۍ په کچه د ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو لوبو لومړی درجه الراونډر اعلان شو.

۳۵ کلن محمد نبي تېرو څو کلونو کې د افغانستان په ملي لوبډله او بهرنیو لیګونو کې ښه ځلېدلی دی او ګڼ شمېر مینه‌وال لري. محمد نبي او د کرکټ بل افغان ستوری راشد خان دا مهال د هند د کرکټ په لیګ کې د سنرایزرس حیدراباد په لوبډله کې لوبېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG