د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ تله ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۳۶

افغانستان

کندهار کې د بای پاس سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

کندهار ښار

د کندهار ښار د بای پاس سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.

د کندهار مطبوعاتي مسؤل احمد بهیر احمدي ازادي راډيو ته وویل: "د اوو میاشتو په ترڅ کې به د ۱۰،۲۲ مترو په اوږدوالي او د ۴۵ میلیونه افغانۍ په لګښت باندې دغه سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شي."

د دې سړک لګښت نړیوال بانک ورکوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چارواکي: فیض آباد کې  ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

چارواکي وايي، د بدخشان په فیض آباد ښار کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د طالبانو تر برید وروسته وشوه.

هغه زیاته کړه: " د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د دوآبه په یفتل سیمه کې د ملي پاڅون کوونکو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول، دغې نښتې تر درېیو بجو دوام وکړ، طالبانو بېرته شاتګ وکړ."

ښاغلی روحاني زیاتوي چې په دې نښتو کې د قومندان غازي په نوم د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان هم وژل شوی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دې ویلي.

افغان چارواکي: ټول هېواد کې لسګونه پراختیايي پروژې پلي کېږي

ارشیف

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې ۲۵۹ پراختیايي پروژې پلي کوي.

د دغو پروژو تړون نن له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شو.

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وايي، چې د دغو پروژو ټولیز لګښت له دوو میلیاردو افغانیو اوړي او په لومړي ځل کوچیان هم ورنه برخمن شوي.

د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، په یادو پروژو کې د څښاک د پاکو اوبو، سړکونو، استنادي او محافظتي دېوالونه او د اوبو رسولو د کانالونه جوړول شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي، له نویو پروژو به په لرې پرتو سیمو کې ۲ میلیون کسان ګټه واخلي، او له یو نیم میلیون زیاتې کاري ورځې به هم رامنځته کړي.

اسټرالیايي کمپنۍ د افغانستان کانونو راایستنې برخه کې پانګه اچونه کوي

ارشیف

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، اسټرالیا فورټسکیو میټل کمپنۍ په افغانستان کې د سروزور، لیتیم او اوسپنې د کانونو د راایستنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د دغې کمپنۍ او د کانونو وزارت د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د چارو د ښې همغږۍ او تخننیکي معلوماتو شریکولو لومړنۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ وشوه.

مطفي زیاته کړه: "د تفاهم لیک پر بنسټ اسټرالیا فورتسکیو میټل ګروپ کمپنۍ، چې یو شمېر ملیارډران په کې راټول شوي لېوالتیا ښودلې، چې په افغانستان د سره زرو، لیتیم او اوسپنه د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي."

د ښاغلي مطفي په خبره د افغان حکومت او فورتسکیو میټل کمپنۍ ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک پربنسټ به یاده کمپنۍ په بېلابېلو برخو کې له پانګونې سربېره د تخنیکي ظرفیتونو په لوړلو کې هم له افغانستان سره مرسته کوي.

د افغانستان په بامیانو، پکتیکا، بدخشان، یو شمېر ولایتونو کې د سرو زرو، اوسپنې او مسو پراخې کانانونو موجود دي.

عبدالله: طالبان دې د سولې خبرو پر مهال اوربند وکړي

د فغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو غواړي چې د سولې خبرو پر مهال اوربند وکړي.

نن په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د خبرو دوه اوونۍ پوره شوې، خو دواړه لوري تر اوسه د خبرو پر کړنلاره موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې څخه ازادي راډیو ته وویل چې د جګړو دوام خلک اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه: "زموږ تمه له طالبانو دا ده چې جګړه بنده شي او د سولې مذاکرات پر مخ ولاړ شي ځکه وروستیو جګړو او تلفاتو د افغانانو اندېښنې راپارولې دي."

په پام کې ده د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته ولاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره د بین‌الافغاني خبرو په اړه بحث وکړي.

د مصالحې عالي شورا ویاند ښاغلی خوځون وايي، د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان ونډه مهمه ده.

د تخار پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله

ارشیف

د تخار ولايت پوليسو تر څلوېښتو لېټرو ډېرو کېمياوي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د تخار د امنيې قوماندان سيد معراج الدين سادات وايي چې، د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم تر ۴۲ لېټرو ډېر کېمياوي مواد چې په پام کې وه د موټر په وسيله له کندز ولايت څخه تخار ولايت ته قاچاق شي، د تخار پولیسو ونيول.

د يادونې وړ ده چې د (اسيټيک آنهایډرايډ) په نوم کېمياوي مواد له بهر څخه افغانستان ته راوړل کېږي او د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د هرات پولیسو ۱۱ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال نیولي

ارشیف

د هرات پولیسو يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال ونيول.

د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په هرات ښار، انجيل او ګذرې ولسواليو کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې يوولس تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅولو پر مهال ونيول.

له دې يوولسو نفرو سره ۱۷ کيلوګرامه هيرويين، ۳۵ کيلوګرامه چرس او څه اندازه ښیښه هم نيول شوې ده.

دا تورن کسان تر نيول کېدو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته استول شوي دي.

'د ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د ۲۴ تلین پلان شوې یاد غونډه لغوه شوه'

پخوانی ولسمشر نجیب الله

د پخواني ولسمشر نجیب الله لور ومنله چې د پلار د وژل کېدو د څلورویشتم تلین پلان شوې یاد غونډه یې لغوه شوې ده.

هیلې نجیب الله پر خپله ټویټرپاڼه دغه خبر ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې د څه د لایلو له مخې غونډه لغوه شوې.

ټاکل شوې وه دغه غونډه په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د نجیب الله د ګوند د غړو او یوشمېر خواخوږو له خوا جوړه شي.

پرون یو شمېر مذهبي او جهادي ګوندونو له هغې ډلې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له دغې غونډې سره مخالفت وښوده.

نجیب الله د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه نیټه کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم ووژل شو.

ایران د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته د برښنا پر لېږد کار کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر له ایراني پلاوي سره ولیدل.

ایراني چارواکو ژمنه کړې چې زرنج او هرات ښارونو ته به د برښنا پر لېږد او دغلته د بادي برښنا پر تولید کار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه خبره کابل ته د ایران راغلي فني او تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د انرژۍ وزرات مرستیال همایون حایري کوله، کړې ده.

دغه پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدو پر مهال ویلي، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او برښنا په برخو کې به خپلې همکارۍ پياوړې کړي.

ایران او افغانستان خپلو کې د هر اړخیزو همکاریو یو جامع سند هم لاسلیکوي چې د طرحې په بشپړولو یې کار روان دی.

کله چې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي څو پیښې وشوې، دواړو هېوادونو وپتیله چې د دغسې پېښو د تکرار د مخنیوي او د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره به یو سند لاسلیکوي.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ پلان شوې ټېسټ لوبه وځنډېده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ پلان شوې ټېسټ لوبه راتلونکي میلادي کال ته وځنډول شوه.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې نن جمعه اعلان وکړ، د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ بیا ۲۰۲۲ میلادي کال ته ځنډول شوې ده.

د اسټرالیا دغه اداره وايي، د کرونا ویروس له کبله د سیالیو د ځنډولو پرېکړه د مدیره پلاوي تر درېیو غونډو وروسته وشوه.

په پام کې وه د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ټیمونه خپله ټېسټ لوبه د نومبر پر ۲۱ مه پیل کړي.

لوګر چارواکي: ازره کې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

د لوګر ولایت امنیې قومانداني وايي، په ازرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

لومړی تېره شپه د افغان ځواکونو پر پوستو وسله والو طالبانو برید کړی، چې وروسته وسله واله نښته شوې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي یې د مرګ ژوبلې په اړه نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل: "په دغو بریدونو کې لسو طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې، له بده مرغه چې یو سرتېری هم شهید شوی او درې تنه نور یې برسېرن ټپیان شوي دي."

ښاغلی احمدزی وايي، ازرې ولسوالۍ ته د اړتیا وړ اضافي امنیتي ځواکونه او پوځي تجهیزات لېږل شوي دي.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ؛ طوفان هریرود لومړۍ لوبه وګټله

ارشیف

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍکې طوفان هریرود وتوانېد چې اباسین څپې ته ماتې ورکړي.

د اباسین څپې د لوبډلې غړي وايي چې د روانو سیالیو لپاره یې کافي تمرین نه و کړی.

د هریرود ټیم لوبغاړی رحمت الله خیرخواه، چې په دې سیالۍ کې یې د خپل ټیم لپاره ګول وواهه، وايي: "خوشاله یم چې د ټیم لپاره مې ګول وواهه، مهمه نه وه چې څوک ګول ووهي یا یې ونه وهي، ټول یوه لوبډله وو او له ښه مرغه مو ۳ امتیازونه وګټل."

دا مسابقې چې د ۸ ټیمونو ترمنځ پرون پیل شوې، د اکټوبر تر ۱۹ پورې دوام کوي.

ټاکل شوې ده چې نن شاهین اسمايي له میوند اتلانو سره مخامخ شي.

خلیلزاد: ایران هڅه کوي افغانستان کې خپل دښمن' امریکا' ته ګوزار ورکړي

زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به له ایران سره د خبرو هرکلی وکړي، خو ایران هڅه کوي چې په دې جګړه کې خپل دښمن (امریکا) ته ګوزار ورکړي.

خلیلزاد پرون پنجشنبه د امریکا د سولې انسټېټیوټ ته په انلاین څرګندونو کې وویل، ایران غواړي تر هغو چې د دغه هېواد او واشنګټن ترمنځ یوه موافقه کېږي امریکا د افغانستان په جګړه کې په داسې حال کې ښکېل پاتې شي چې نه ماته کوي او نه سوبه.

ده په عین حال کې وویل چې ایرانیانو ته یې پر دې مسئلې بلنه ورکړې چې په هغو غونډو کې ګډون وکړي چې د افغانستان پر راتلونکي کېږي.

ده خبرداری ورکړ چې امریکا به د ایران له ملاتړه هره هغه برخمنه ډله په نښه کړي چې د امریکا پر ضد اقدام کوي او واشنګټن دا موضوع له نژدې څاري.

ارزګان چارواکي: د جګړو له امله شاوخوا سلګونه کسان بې ځایه شوي

ارشیف

د ارزګان چارواکي وايي چې د دې ولایت پر ګیزاب ولسوالي د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې شاوخوا زر تنه بې ځایه شوي دي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د ارزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې پراخې حملې کړي چې په نتیجه کې یې د راپورونو پر اساس دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د والي ویندوی زړګي عبادي په ګیزاب ولسوالي کې د جګړې له لاسه د بې ځایه شویو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً زر تنه لرو چې د شېران منطقې ته تللي، همداراز دایکنډي ته تللي، کمه فیصدي یې د ارزګان مرکز ته هم راغلي دي."

سلګونه تنه نور په دهراود کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اروزګان د والي ویندوی وايي چې کومانډو ځواکونه وربلل شوي چې ژر په ګیزاب کې هغه ساحې له طالبانو تصفیه کړي چې دې ډلې په وروستیو بریدونو کې نیولي دي.

پلخمري کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه نسکوره شوې

بغلان کې نسکوره شوې څرخي الوتکه

د بغلان په مرکز پلخمري کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه نسکوره شوې ده.

په بغلان کې د ازادي راډیو خبریال په سیمه کې د یوې سرچینې په حواله چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي وايي چې په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

په هغو تصویرونو کې چې د ازادي راډیو خبریال له سیمې څخه استولي افغان سرتېري د یوه هیلکوپټر د ټوټو د لېږدولو په حال کې لیدل کېږي.

ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي دي چې دا څرخي الوتکه د تخنیکي عارضې له کبله نسکوره شوې ده.

د ولسمشر په توګه د لوکاشینکا په رسمیت نه‌پېژندنې د اروپايي ټولنې ټینګار

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د دې ټولنې پر هغه دریځ ټینګار کړی چې الکساندر لوکاشینکا د بلاروس د ولسمشر په توګه په رسمیت نه‌پېژني.

جوزف بورېل دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې لوکاشینکا د حیرانوونکي اقدام په ترڅ کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ښاغلي بورېل په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، د بلاروس وګړي دا حق لري چې په شفافو، بااعتباره او ټول‌شموله انتخاباتو کې خپل استازي غوره کړي.

په بلاروس کې د اګسټ له نهمې نېټې راهیسې چې لوکاشینکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلیو له ادعاوو سره سره ګټونکی اعلان شو، پراخې مظاهرې روانې دي او په دې ترڅ کې لسګونه خلک او سیاستوال نیول شوي دي.

ډیپلوماتیکو سرچینو فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي دي چې اروپايي ټولنه د بلاروس پر شااوخوا ۴۰ چارواکو چې د سوله‌ییزو اعتراضونو په ځپلو کې په لاس لرلو تورن دي، د بندیزونو لګولو ته تیاری نیسي او همداراز لوکاشینکا ته د سزا ورکولو په اړه هم غور کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG