د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي طالبانو د عامه ساتنې په قطعې باندې په برید سره وښوده چې سولې ته ژمن نهدي.
سې شنبه سهار د پکتیا په مرکز ګردېز کې طالبانو د عامه ساتنې قطعه په یوه موټر بم تر برید لاندې ونیوله چې یو شمېر پوځیانو او ملکیانو تهیې مرګژوبله واړوله.
د پکتیا والي ښاغلي فدايي وویل د عامه ساتنې قطعه کومه محاربوي ډله نهده او طالبان په داسې بریدونو سره د سولې پروسې ته زیان رسوي.
له حلیم فدايي سره صفيالله ستانکزي په همدې اړه مرکه کړې ده او لومړی یې د پېښې وروستي جزئیات ترې پوښتلي.
د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: