د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې شورا پر ترکیب انتقاد کړی، هغه ترکیب چې حکومت د شنبې په ورځ اعلان کړ.
دغه شورا وايي، د دې شورا جوړښت باید ټولګډونه وي او دوی هم له بېلابېلو لورو سره مشورې پیل کړې دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا د سولې پروسې د پر مخ بیولو مسؤلیت لري.
صالح محمد صالح پر دې موضوع د ښځو د همغږۍ او پرمختګ د ټولنې له مشرې شکریې جلالزۍ سره مرکه کړې ده.
په پیل کې یې پوښتلي، په داسې حال کې چې د سولې هڅې تېزې شوي دا ډول اختلافات دا هڅې څومره زیانمنولای شي؟
د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: