د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

واشنګټن پوسټ: هدفي وژنې چې افغانستان‌یې لړزولی دی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې په وروستیو هدفي وژنو لیکنه کړې چې سرلیک‌یې دی "هدفي وژنې چې افغانستان‌یې لړزولی دی."

ورځپاڼه د دې لیکنې په پیل کې وايي، دا بریدونه د دې لپاره نه‌دي پلان شوي چې پراخه مرګ‌ژوبله واړوي او یا د نړیوالو رسنیو سرلیکونه جوړ کړي.

پر ځای یې په پلازمېنه کابل او نورو سیمو کې د هدفي وژنو دا څپه د دې لپاره راپورته شوې چې سکوت او وېره رامنځته کړي.

د لیکنې لیکوال وايي، د هدفي وژنو قربانیان ډېر یې د سولې ملکي افغان فعالان، د مدني ټولنې غړي او منځ پوړي حکومتي چارواکي دي.

ورځپاڼه وايي چې دا ډول وژنې د لویو بریدونو په مقایسه هم ډېره وېره خپروي.

د لیکوال په باور په کابل او نورو ښارونو کې لوی او خونړي بریدونه د طالبانو او امریکا ترمنځ په فبرورۍ میاشت کې د دوحې د تړون راهیسې کم شوي، خو پر ځای یې هدفي بریدونو زور اخیستی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په حواله ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۹ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې د هغو کسانو په ډله کې چې په وروستیو څو میاشتو کې په هدفي بریدونو کې وژل شوي، د وزیر اکبر خان د جامع جومات د امام محمد ایاز نیازي، د خورشید ټلوېزیون د کمره‌مین او ژورنالېست وحید شاه او د پوهنې د وزارت د یو چارواکي او د پوهنتون د استاد عبدالباقي امین یادونه کړې ده.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې په یوه لیکنه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون ته د طالبانو په ژمنتیا پوښتنه راپورته کړې. د لیکنې لیکوال د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر شېر جان احمدزی دی.

لیکوال د لیکنې په یوه برخه کې وايي، تر اوسه پورې د افغانستان د سولې د پروسې نړیوال او کورني څارونکي نه‌دي توانېدلي تأیید کړي چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړي او نه هم طالبانو په دې اړه کوم سند وړاندې کړی دی.

لیکوال په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د مې میاشتې یو راپور ته اشاره کړې. په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو په ۲۰۱۹ م کال او د ۲۰۲۰ م کال په لومړیو کې څو ځلې د القاعده شبکې له مهمو غړو سره لیدلي دي، څو ورسره عملیاتي پلانونه، روزنه او د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د القاعده شبکې غړو ته د خوندي ځایونو په برابرولو کې همغږي وکړي.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تړون وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او ځیني طالبانو ټینګار کړی چې د دوی په وینا د اسلامي نظام تر ټینګښت پورې به جګړې ته دوام ورکړي چې د لیکوال په وینا سولې ته د دې ډلې د ژمنتیا په اړه‌یې اندېښنې پیدا کړې دي.

XS
SM
MD
LG