د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال هغه پرېکړهلیک په بشپړ ډول عملي کوي چې د طالبانو پر یو شمېر مشرانو یې بندیزونه لګولي دي.
پاکستان په اوس وخت کې چې له طالبانو سره د سولې بهیر یوه نوي پړاو ته داخل شوی، ولې د دې ډلې پر یو شمېر مشرانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د لګولو د عملي کېدو خبره کوي.
په دې اړه نوریاس نوري د افغانستان د شخړې او سولې د مطالعاتو د مرکز له مرستیال مشر حکمت اعظمي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ایا پاکستان د ملګرو ملتونو دغو بندیزونو ته پام کړی؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: