د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د ننګرهار په ۲ ولسوالیو کې د کرکټ ۱۴ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې


ارشیف
ارشیف

په ننګرهار ولایت کې د کرکټ په دوو جلا سیالیو کې په اچین ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو او په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په اچین ولسوالې کې د یوه قومي مشر ملک عثمان شینواري په نوم سیالۍ د یادې ولسوالۍ په شډل بازار کې سلګونه نندارچیانو وکتلې.

ښاغلي خوګياڼي د هسکې مېنې د کرکټ سیالیو په اړه داسې وویل: "په هسکه مېنه ولسوالۍ کې 'زموږ ښوونځي جوړ کړئ او موږ ښوونځي غواړو' تر عنوان لاندې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې وې چې ۱۴ ورځې يې دوام وکړ. هغه هم د امن په فضا کې بشپړې شوې."

په دغو سیمو کې سیالۍ په داسې حال کې شوي چې یو څو موده مخکې لا داعش جګړه‌ماران په اچین ولسوالۍ کې فعال وو.

امنیتي چارواکو په دې وروستیو کې د داعش جګړه‌مارانو له حضوره د اچین ولسوالۍ د تصفیې اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG